د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا د سږ کال په وروستۍ ورځ توغندي وازمایل


شمالي کوریا د روان ۲۰۲۲ کال په وروستۍ ورځ درې بلاستیک توغندي بحر خوا ته وتوغول.

د جنوبي کوریا د پوځ لوی درستیز په یوې اعلامیې کې شنبه ډسمبر ۳۱ (مرغومي۱۰) ویلي چې شمالي کوریا دا توغندي په محلي وخت د سهار په ۸ بجو په ختیځ ساحل کې آزمایلي دي.

د جاپان ساحلي ګارډ هم د توغندیو آزمایښت تائید کړی خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

دا په روان کال کې ۳۷م ځل شو چې شمالي کوریا توغندي آزمایه چې ساری نلري. ډیری وخت دا هیواد په آزمایښتونو کې د یو څخه ډیر توغندي واروي.

دا تازه توغندي داسې وخت ازمایل شوي چې ټاکل شوې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د کال وروستۍ بیانیه ورکړي. هغه دوه کاله وړاندې د کال د پای په وینا کې هوډ څرګند کړی و چې د هیواد وسلې به پراخوي او لا پرمختللې کوي.

د سږکال ازمایښتونو په نتیجه کې شمالي کوریا ښایي داسې توغندي جوړ کړي چې لا ډیر چټکوالی ولري او ډیر واټن وویشتلی شي.

مبصرین چې د شمالي کوریا د توغندیو پروګرام تعقیبوي پدې نظر دي چې دا هیواد ښایي داسې توغندي هم جوړ کړي چې ژر واریدی شي او د سیالو هیوادونو د توغندیو د دفاعي سیستم څخه هم د بچ کیدو وړتیا ولري.

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون تیره میاشت ویلي و هیواد نهایي هدف یې دا دی چې د نړۍ تر ټولو قوي اتومي ځواک ولري.

د دې هیواد دولتي مطبوعاتو د نومبر په ۲۷ مې په یو راپور کې د ښاغلي کیم له قوله ویلي چې د اتومي ځواک د جوړولو هدف په باوري توګه د هیواد او ولس د وقار او خودمختارۍ خوندي ساتل دي.

کیم جونګ اون زیاته کړه، " نهایي هدف دا دی چې د نړۍ تر ټولو غښتلې ستراتیژیکه قوه ولرو، داسې بشپړه قوه چې پدې پیړۍ کې ساری ونلري".

د شمالي کوریا مشر د نومبر په ۱۷ مې د (Hwasong-17) په نامه د بین القاروي بالاستیک توغندي د آزمایښت څخه وروسته ژمنه وکړله چې د متحده ایالاتو لخوا متوجه اتومي ګواښونو ته به په اتومي وسلو ځواب ورکړي.

کیم جونګ اون تازه آزمایل شوی بین القاروي توغندی (Hwasong-17) د نړۍ تر ټولو قوي ستراتیژیکه وسله وبلله او زیاته یې کړه چې دا ډول توغندي جوړول د شمالي کوریا عزم او وړتیا ښیي چې غواړي بالاخره د نړۍ تر ټولو قوي پوځ جوړ کړي.

هغه پرته لدې چې نور جزیات ورکړي پخپلو خبرو کې وویل چې د شمالي کوریا ساینس پوهانو په بالاستیک توغندیو کې د اتومي سرګلولو د ځای پر ځای کولو د ټکنالوژۍ د پرمختګ په برخې کې ستر ګام اخیستی.

XS
SM
MD
LG