د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا ګڼ شمیر کروز توغندي وار کړي


په جنوبي کوریا کې مطبوعات وایي چې شمالي کوریا په سیمه ایز وخت شنبه جولای ۲۲ (چنګاښ۳۱) سهار وختي د ژیړې بحیرې په لور ګڼ شمیر توغندي وار کړي.

د یونهاپ خبري اژانسن د جنوبي کوریا د لوی درستیز په حوالې ویلي چې دا توغندي په سیمه ایز وخت د سهار په څلورو بجو وار شویدي.

سره لدې چې د یونهاپ خبري اژانس په راپور کې ویل شوي د متحده ایالاتو او جنوبي کوریا استخباراتي ادارې د توغندیو واریدل ارزیابي کوي خو دا توغندي داسې وخت کې وار شوي چې د دواړو کوریاګانو تر منځ اړیکې تر بل هر وخت په ټیټه کچه کې دي.

د توغندیو دې تازه واریدو څخه یوازې یوه ورځ وړاندې شمالي کوریا د بالاستیک دوه توغندي د بحر په لور وار کړل. دا توغندي د پیونګ یانګ څخه وار شوي او په ختیځ بحر کې تر لویدو وړاندې ۵۵۰ کیلو مټره هوا ته پورته شوي و.


که له یوې خوا جنوبي کوریا او متحده ایالاتو دفاعي همکاري ډیره کړې بل خوا بیا شمالي کوریا د توغندیو آزمایښتونه ډیر کړي ځکه شمالي کوریا د سیول او واشنګټن تر منځ په نږدیوالې اندیښنه لري او د دوي ګډ نظامي تمرینات په پیونګ یانګ د برید لپاره چمتوالی بولي.

د شمالي کوریا مشر د خپل هیواد په چارواکو امر کړی چې د اتومي وسلو په ګډون دې د وسلو انکشاف چټک کړي او په ځواب کې بیا امریکا او جنوبي کوریا ګډ نظامي تمرینات کړي او امریکا د کوریا په ټاپو کې پرمختللې جنګي الوتکې او په اتومي وسلو سمبال اوبتل او بم غورځوونکي الوتکې ځای پر ځای کړي.

شمالي کوریا دا توغندي داسې مهال توغولي چې د جنوبي کوریا او متحده ایالاتو تر منځ دفاعي همکاري ډیرې شوې او د همدې تیرې سه شنبې په ورځ یې په سیول کې د اتومي مشورتي ګروپ لومړنۍ غونډه هم کړې.


جنوبي کوریا ویلي چې د ۱۹۸۱ میلادي کال راپدیخوا د لومړي ځل لپاره د متحده ایالاتو یو اوبتل چې په اتومي وسلو سمبال دی د دې هیواد ټاپو ته رسیدلی.

داسې توقع کیده چې شمالي کوریا چې نه غواړي د کوریا په ټاپو کې د متحده ایالاتو اتومي تجهیزات وګوري، د دې اوبتل ځای پر ځای کیدو په خلاف جدي غبرګون وښیي.
د دې توغندیو د وارولو څخه یوازې یوه اوونۍ وړاندې شمالي کوریا یو بل بین القاروي بالاستیک توغندی وار کړ. چارواکو ویلي و چې د دې هیواد مشر کیم جونګ اون پخپله د دې توغندي واریدل څارلي و.

د شمالي کوریا رسمي رسنۍ (KCNA) راپور ورکړی دی، چې د هواسونګ-۱۸ میزایل د جامد سونګ موادو څخه په استفادې په ۶۶۴۷ کیلو میتر ارتفاع کې ۱۰۰۱ کیلو میتر واټن وواهه او بیا د جاپان په اوبو کې پریوته.

د اپریل په میاشت کې په شمالي کوریا کې د دا ډول میزایلو د توغولو راپورونه خپاره شوي‌ وو.



XS
SM
MD
LG