د لاس رسي وړ اتصالات

د شمالي کوریا د دریو توغندیو آزمایښت ناکامه شو


شمالي کوریا د لنډ واټن درې بالاستیک توغندي ازمایلي او درې واړه یې ناکامه شویدي.
شمالي کوریا د لنډ واټن درې بالاستیک توغندي ازمایلي او درې واړه یې ناکامه شویدي.

د امریکا پوځي چارواکي وایي چې شمالي کوریا نن د شنبې په ورځ ( د اګست -۲۶) د لنډ واټن درې بالاستیک توغندي وازمایل خو درې واړه یې ناکامه شول. د امریکایي چارواکو پر وینا د توغندیو د آزمایښت ناکامه کیدل د شمالي کوریا د اتومي پروګرام چټک پرمختګ ته مهم ګوزار دی.

په آرام سمندر کې د امریکا د پوځ قوماندانۍ په یوې اعلامیې کې ویلی دي چې د شمالي کوریا دوه توغندي تر یوې نا معلومې اندازې هوا ته د پورته کیدو نه وروسته ناکامه شول او دریم یې هوا ته د پورته کیدو سره سم ټوټه ټوټه شو.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د شمالي کوریا د توغندیو تازه آزمایښت د ګوام ټاپو ته چې د امریکا خاوره ده، هیڅ ګواښ ندی پیښ کړی. شمالی کوریا د همدې میاشتې په سر کې خبرداری ورکړی و چې د ګوام د ټاپو په لور به توغندي وار کړي.

د جنوبي کوریا د پوځ لوی درستیز هم ویلي دي چې د شمالي کوریا توغندي تقریباً ۲۵۰ کیلو متره هوا ته پورته شول خو دا یې ندي ویلي چې دغه توغندي ناکامه شویدي. د جنوبي کوریا او امریکا پوځ په ګډه د شمالي کوریا د تازه ازمایښتونو په هکله تحقیقات کوي خو پدې هکله یې نور جزیات ندي ورکړي.

XS
SM
MD
LG