د لاس رسي وړ اتصالات

ولې شمالي کوریا اتومي ازموینه ونکړه


 نن په پیونګیانک کې د شمالي کوریا د موسس کیم ال سنګ د کلیزۍ په مناست د یو پوځي پریډ په ترڅ کې یو بالستیکي توغندی لیدل کیږي
نن په پیونګیانک کې د شمالي کوریا د موسس کیم ال سنګ د کلیزۍ په مناست د یو پوځي پریډ په ترڅ کې یو بالستیکي توغندی لیدل کیږي

د امریکا له خوا په سیمه کې د پوځي ځواک د ښودولو او د چین له خوا پر شمالي کوریا د اقتصادي بندیزونو له زیاتولو وروسته دا احتمال و چې شاید د شمالي کوریا رهبر کیم جون اون د شنبې په ورځ د یوې نوې اتومي ازموینې امر ورکړی.

خو دا کار یې ونکړ او پر ځای یې د یو لوی پوځي پریډ مشري وکړه چې د کوریا موسس او د خپل نیکه کین ال سونګ کلیزه ولمانځي.

دغه پریډپه داسې وخت کې وشو چې د شمالي کوریا د توغندیو د ازموینو او د هغه هیواد په اړه د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ له خوا د اقدام کولو ګواښ د نړۍ په هیوادونو کې اندیښنې راپارولې دي.

کله چې د تیرې پنحشنبې په ورځ له ښاغلي ټرمپ نه پوښتنه وشوه چې آیا په افغانستان کې د ترټولو لوی غیر آټومي بمب د استعمالولو معنی داده چې شمالي کوریا ته یو پیغام ولیږي.

هغه وویل نپوهیږي چې آیا ددې معنی د پیغام لیږل دي یا نه "دا پروا نلري، ځکه چې شمالي کوریا یوه ستونزه ده او ددې ستونزې د حل لاره به ولټول شوي."

د شمالي کوریا د څیړنو په انسټیټیوټ کې شننونکی آهن چان ال وویل چې کیم جونګ اون پلاند درلو چې لهمتحده ایالاتو سره جګړه وکړي، خو پریکړه یې وکړه چې له دې پلانه تیر شي.

خو په ځواب کې یې د شمالي کوریا پوځ وویل چې یو داسې بې رحمانه اقدام به وکړي چې تیري کوونکو به ژوندي پاتې نشي.

د شمالي کوریا د کارګرانو د ګوند د مرکزي کمیټې مرستیال چوی ریانګ های وویل "که متحده ایالات په غیر مسئول ډول مونږ وپاروي، نو زمونږ انقلابي قدرت به سمدلاسه یوه ورانوونکې حمله وکړي او مونږ به یوې بشپړې جګړې ته په یوې بشپړې او آټومي جګړې سره ځواب ورکړو."

شمالي کوریا ژورنالستانو ته زیاته اجازه نه ورکوي، خو رسنۍ دا پرید ته پرېښودل شوې چې پکې پر لویو ټرکونو بار قاره ویشتونکي بالستیکي توغندیي وښودل شول. داسې معلومیږي چې هغه هیواد غواړي چې نړۍ د خپل پوځي ځواک وښيي.

د کوریا د ملي ورځي په مناسبت د اتومي ازمونیې ګنګوسې یا آوازې په وروستیو ورځو کې خورا زیاتې شوې دي، خو په اړه یې پیېنګیانګ له خوا کوم نښې نښانې څرګندې نه شوې.

د شمالي کوریا د خبرونو مرکزي اژانس د حکومت اعلامیه خپره کړه چې د هیواد د رادیويي شبکې له خوا نشر شوه. سپینې ماڼۍ او د امریکا د ملي امنیت شورا هم په دې برخه کې څه نه دي ویلي.

ددغو سختو خبرو په منځ کې د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست مرستیال مایک پنس د یکشنبې په ورځ د آسیا-بحرالکاهل سیمې ته ۱۱ ورځنی سفر کوي چې لومړی تم ځای به یې د جنوبي کوریا مرکز سیول وي.

د جمهوري ریاست د مرستیال ویاند امریکا غږ ته وویل چې ښاغلی پنس به د ښاغلي ټرمپ پر هغې ژمنې بیا ټینګار وکړي چې په ټوله سیمه کې د متحده ایالاتو اتحادونه لا ټینګ کړي.

پیونګیانګ د ۲۰۱۶ کال جنورۍ له میاشتې راهیسې دوه اټومي ازموینې کړي او د توغندیو د ویشتلو هڅې یې کړې دي. د کوریا مشر سږ کال څرګنده کړه چې هیواد یې د هغو قارو ویشتونکي بالستیکي توغندیو د آزمایو په وروستي پړاو کې دی چې امریکا ویشتلی شي.

XS
SM
MD
LG