د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا د بایننس د شپږ میلیارد ډالرو د کریپټو غلا په تړاو تورونه رد کړل

شمالي کوریا د امریکا هغه تورونه رد کړي چې ګواکې پیونګ یانګ د بایننس له کریپټو کرنسۍ تبادلې څخه د څه باندې شپږ میلیارد ډالرو په ارزښت د مجازي شتمنیو په غلا کې لاس لري.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس (KCNA) د سه‌شنبې په ورځ، د نومبر درېیمه، د کیم جونګ اون د با نفوذه خور کیم یو جونګ له قوله ویلي، چې دغه تورونه «بې‌معنا څرګندونې» دي.

کیم یو جونګ ویلي، دغه ډول تورونه څرګندوي چې واشنګټن لا هم له پیونګ یانګ سره د دښمنۍ سیاست ته دوام ورکوي. هغې زیاته کړې، شمالي کوریا د امریکا د دښمنانه چلند په اړه «د بیا غور کولو لپاره ځینې مسایل» لري.

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) د تېرې اوونۍ په پای کې ویلي وو، چې شمالي کوریا د نړۍ د تر ټولو لویې کریپټو کرنسۍ تبادلې، بایننس، څخه د څه باندې شپږ میلیارد ډالرو په ارزښت د مجازي شتمنیو د غلا مسووله ده. د راپور له مخې، دا پېښه ښايي د نړۍ په کچه تر ټولو لویه مالي غلا وي.

بایننس ویلي، چې د غلا شویو شتمنیو ډېره برخه یې د شرکت له خپلو پیسو څخه بېرته جبران کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پیونګ یانګ تر اوسه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو هڅو ته چې له شمالي کوریا سره د مشرانو ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل لپاره یې کړې، څرګند ځواب نه دی ورکړی.

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG