د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا وايي توغندي یې ټولې امریکا ته رسیدلای شي


د پیونګ یانګ اوسیدونکي په ۲۹ جولای د هغه بالستیکي توغندي خبر ګوري چې د شمالي کوریا د مشر په وینا ټوله امریکا ویشتلی شي
د پیونګ یانګ اوسیدونکي په ۲۹ جولای د هغه بالستیکي توغندي خبر ګوري چې د شمالي کوریا د مشر په وینا ټوله امریکا ویشتلی شي

د شمالي کوریا مشر کم جونګ-اون د شنبې په ورځ وویل چې هیواد یې د جمعې ورځې له آزموینې نه وروسته داسې توغندي لري چې ټوله امریکا ویشتلی شي.

د کوریا مشر دغه ادعا وروسته له هغه وکړه چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د ټویټر له لارې په یوه اعلامیه کې وویل چې امریکا به یوه داسې شمالي کوریا و نه مني چې اټومي وسلې ولري.

هغه دغه خبرې یو څو ساعته وروسته له هغه وکړي چې شمالي کوریا له یوې وچې نه بلې وچې ته د هغه بالستیکي توغندي یوه بله آزموینه وکړه چې امریکا ته د رسیدلو وړتیا لري.

د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دغه ازموینه د ملګرو ملتو د امنیت شورا له څو پریکړه لیکونو نه بربنډه سرغړونه ده.

هغه له چین او روسیې وغوښتل چې د سیمې او نړیوال ثبات ته هغه ګواښ محدود کړي چې د شمالي کوریا پیښ کړی دی.

د ښاغلي ټیلرسن له پرونۍ اعلامیې نه وروسته، د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزیرې کانګ کیونګوا نن وویل چې له ښاغلي ټیلرسن او د جاپان د بهرنیو چارو وزیر سره کیشیدا سره یې په دې اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.

هغې وویل "مونږ له یو بل سره د شمالي کوریا د توغندیو په اړه خپلې اندیښنې شریکې کړې او ژمنه مو وکړه چې په ځواب کې یې د سختو اقداماتو د کولو په اړه له نږدې همکاري وکړو."

د جاپان صدراعظم شنزو آبې په خپل وار دغه آزموینه د هغه هیواد امنیت ته یو جدي او رښتینې ګواښ وباله.

د چین د بهرنیو چارو وزارت هم دغه ازمونیه وغندله او په یوه اعلامیه کې یې وویل چې دا د ملګرو ملتو د منیت شوری دپریکړه لیکونو ته بې اعتنايي ده.

خو دغه وزارت نن وویل چې له جنوبي کوریا او متحده ایالاتو وغوښتل چې د چین اندیښنو ته درناوی وکړي او د تاډ د توغندیو سیستم ځای په ځای کول ودروي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګنګ سوانګ وویل چې چین د جنوبي کورا له خوا ددغه سیستم د څلورو پاتې لاریو له ځای په ځای کولو سره کلک مخالفت لري. هغه وویل دغه موضوع د کوریا په ټاپووزمه کې کړکیچونه لا زیاتوي او په سیمه کې ستراتژیک توازن ته خطر پیښوي.

دا په داسې حال کې دي چې د شمالي کوریا د پلازمینې پیونګ یانګ اوسیدونکو د خپل هیواد د نوې ازموینې هرکلی کړی دی.

خو په جاپان کې د ټوکیو اوسیدونکو د کوریاد هغه بالستیکي توغندي په اړه اندیښنه څرګنده کړه چې د هغه هیواد په صنعتي ساحې کې وغورځید.

د شمالي کوریا دولتي تلویزیون د جمعې په ورځ وویل چې له یوې وچې نه بلې وچې ته د دغه توغندی هدف دادی چې امریکا ته د هغو بې مفهومو خبرو په اړه یو جدي خبرداری ولیږل شي چې هیڅ منطق نه لري.

دغه دولتي تلویزیون هغه رپورټ خپور کړ چې پکې کم جونګ اون د نوي توغندي د ویشتلو په جریان کې ښيي.

XS
SM
MD
LG