د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا جنوبي کوریا ته خبرو وړاندیز کړی


شمالي کوریا او جنوبي کوریا د څو تجارتي پروژو په اړه چي کار یې په ټپه دریدلی، ویلي دي چي په دغو پروژو باندي به د خبرو کولو لپاره یوه نېټه وټاکي او د خبرو موضوع به هم معلومه کړي.

د جنوبي کوریا د اتحاد او یو کېدلو وزارت وایي چي پیونګ یانګ موافقه وکړه چې د یکشنبې په ورځ به د غیر نظامي سیمې د ( پان مون جام) په کلي کې چې د متارکې ځای دی، سره وګوري.

شمالي کوریا د پنجشنبې په ورځ په ناڅاپي توګه پیشنهاد وکړ چې د(کاي سانګ) د صنعتي پروژې په بیا پرانیستلو باندي به خبري وکړي. دا د دواړو کوریاګانو تر منځ په سرحدي سیمه کي یوه فابریکه ده چې د اپریل په میاشت کې د شخړو او جنجالونو د زیاتیدو نه وروسته وتړل شوه.

شمالي کوریا دا پیشنهاد هم کړی دی چي د شمالي کوریا د( کمپانګ) د غره تفریحي سیمي ته دي د سیلانیانو د سفرونو د بیرته پیلیدو په اړه هم خبري وشي. جنوبي کوریا دغي تفریحي سیمی ته د خپلو خلکو سفرونه وروسته له هغه بند کړل چي په ٢٠٠٨م کال کې د شمالي کوریا عسکرو د جنوبي کوریا په یوه سیلاني باندي ډزي وکړې او هغه یې وواژه.

جنوبي کوریا غوښتي دي چې دا خبري دي د وزیرانو په سطح وشي، خو شمالي کوریا د ټیټي سطحې خبرو غوښتنه کړې ده.
XS
SM
MD
LG