د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا یو بل د بلاستیک توغندی وازمایه


شمالي کوریا د امریکا او خپل متحد هیواد چین د فشارونو پروا ونکړله او نن د شنبې په ورځ یې یو بل د منځني واټن ویشتونکی بلاستیک توغندی وازمایه.

د جنوبي کوریا او امریکا پوځ وایي چې توغندی د شمالي کوریا پایتخت پیونګ یانګ سره نږدې ازمایل شوی. د سیمې نه رارسیدلي راپورونه وایي چې د توغندي دا ازمایښت ناکامه شویدی.

که ثابته شي چې د توغندي ازمایښت ناکام وه، دا به د همدې روان کال د مارچ د میاشتې راپدیخوا څلورم ځل وي چې د شمالي کوریا د بلاستیک توغندي ازمایښت ناکامه کیږي.

شمالي کوریا د بلاستیک توغندي دا تازه ازمایښت پداسې حال کې کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د ملګرو ملتونو د امنیت په شوار کې خبرداری ورکړ چې که چیرته د شمالي کوریا د بلاستیک او اتومي وسلو د پروګرام مخه ونه نیول شي " ناوړه عواقب "به ولري.

امریکایي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط مطبوعاتو ته ویلي دي چې تازه ازمایل شوی توغندی ښایي چې د منځني واټن ویشتونکی توغندی وي چې (کې ان – 17) نومیږي. دغو چارواکو ویلي دي چې توغندی هوا ته د پورته کیدو نه یوازې څو دقیقې وروسته ټوټې ټوټې شو.

شمالي کوریا په روان میلادي کال کې د اتومي وسلو او توغندیو بې ساري ازمایښتونه کړي او داسې ګمان کیږي چې د اوسط کچې او د اوبتلونو نه د واریدونکو توغندیو د جوړیدو په برخې کې یې تر یو حده پرمختګ هم کړی.

XS
SM
MD
LG