د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا ادعا کوي چې یو ستر توغندی یې ازمایلی 


شمالي کوریا د ۲۰۱۷ کال راپدیخوا دومره ستر توغندی نه و آزمایلی.
شمالي کوریا د ۲۰۱۷ کال راپدیخوا دومره ستر توغندی نه و آزمایلی.

په شمالي کوریا کې دولتي مطبوعاتو د مځني واټن یو داسې بالاستیک توغندي د آزمایښت خبر ورکړی چې دې هیواد په تیرو څلورو کالونو کې دومره ستر توغندی نه و آزمایلی.

د شمالي کوریا د سرکاري خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې توغندی یکشنبه جنوري ۳۰ (سلواغې۱۰) د دې هیواد په شمال لویدیځه برخه کې آزمایل شوی.

په همدې حال کې د جنوبي کوریا پوځ ویلي چې دا توغندی تقریباً ۲۰۰۰ کیلو متره هوا ته پورته شوی او د توغول کیدو د ځای څخه شاوخوا ۸۰۰ کیلو مره لیرې لګیدلی.

د شمالي کوریا په دولتي مطبوعاتو کې ویل شوي چې توغندی د ګاونډیو هیوادونو د خوندیتوب په خاطر لیرې غورځول شوی.

پخوا د شمالي کوریا لخوا توغول شوي توغندي د جاپان د پاسه تیریدل چې د توکیو د چارواکو د غصې سبب کیده.

د شمالي کوریا د نوی آزمایل شوی توغندی (Hwasong-12) نومیږي او ویل کیږي چې د ۴۵۰۰ کیلو متره پورې فاصله وهلی شي.

شمالي کوریا په تیرو شاوخوا څلورو کالونو کې دومره ستر توغندی نه و آزمایلی. دې هیواد په ۲۰۱۷ کال کې دوه بین البراعظمي بالاستیک توغنديو ازمایل پداسې حال کې ونمانځل چې د امریکا د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون تر منځ جنجال اوج ته رسیدلی و.

سره لدې چې د شمالي کوریا د توغندیو دا آزمایښت ښایي د ډیرو لپاره په واشنګټن کې پارونکی اقدام وبلل شي خو په شمالي کوریا کې مطبوعاتو دې آزمایښت ته دا ډول بڼه ورنکړله.

شمالي کوریا پخوا د توغندیو په آزمایښتونو کې د متحده ایالاتو په خلاف په تنده لهجه څرګندونې کولې خو دا ځل د سرکاري خبري اژانس په راپور کې دا ډول ټکي ندي کارول شوي.

شمالي کوریا یې پداسې حال کې د توغندیو آزمایښتونه ډیر کړي چې د متحده ایالاتو او جنوبي کوریا سره یې خبرې په ټپه ولاړې دي.

د بندیزونو سره سره، شمالي کوریا د توغندیو او نویو وسلو آزمایښتونه جاري ساتلي دي چې د هایپر سونیک توغندي هم پکې شامل دي او د دې هیواد مشر کیم جوګ اون هوډ څرګند کړی چې د خپل هیواد پوځ به لا قوي کاندي.

XS
SM
MD
LG