د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا "دوه میزایل" وازمایل


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

راپورنه وایي چې شمالي کوریا د شنبې په ورځ (اګست۱۰) د لنډ واټن ویشتونکي دوه میزایل ازمایلي دي.

جنوبي کوریا وايي شمالي کوریا دا کار د امریکا او جنوبي کوریا د ګډ نظامي تمرین په غبرګون کې کړی دی او ښايي نور توغندي هم وازمايي.

دا میزایل له هغه څو ساعتونه وروسته وازمایل شول‌ چې ولسمشر ټرمپ وویل د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون څخه یې یو ښه لیک ترلاسه کړی دی.

د ۲۰۱۹ کال د جون په میاشت کې ولسمشر ټرمپ او کیم جونګ اون سره ولیدل او له هغه وروسته شمالي کوریا څو توغندي وازمایل.

یو امریکایي چارواکي وویل چې شمالي کوریا یوازې یو میزایل ازمایلی دی او دا میزایل هم د هغو میزایلو په څېر و چې شمالي کوریا مخکې ازمایلي وو.

د جنوبي کوریا پوځ وایي‌ د شمالي کوریا دغه ازمایل شوي‌ میزایل ۴۰۰ کیلو مېتره بره هوا ته توغول شوی دی. شمالي کوریا لا دا راپور رسمآ نه دی تاید کړی.

XS
SM
MD
LG