د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا امریکا د پوځي شخړې په پارولو تورنه کړه


مظاهره چیان د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ د پوځي عملیاتو د بندولو غوښتنه کوي
مظاهره چیان د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ د پوځي عملیاتو د بندولو غوښتنه کوي

د امریکا او جنوبي کوریا له ګډ نظامي تمرین ورسته د شمالي کوریا یو لوړ پوړي چارواکي امریکا تورنه کړه چې پوځي شخړه پاروي.

د شمالي کوریا یو دپلومات جو یونګ چل په جینوا کې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د بې وسلو په اړه په یو کنفرانس کې دا خبره وکړه.

نوموړي وویل"سره له دې چې امریکا او جنوبي کوریا هڅه کوي چې خپل پوځي تمرینات توجیه کړي، خو د دغو تمریناتو اصلي بڼه نشي پټولې."

هغه زیاته کړه " تر ټولو جدي مسئله دا ده چې متحده ایالتونه په جنوبي کوریا کې پوځي وسایل ځای پر ځای کوي، د مشترکو پوځي عملیاتو د ختمولو په اړه یې خپله ژمنه له پامه غورځولې ده او عملآ غواړي پوځي شخړه راوپاروي."

د شمالي کوریا دغه دپلومات وویل چې دوی به د خپلې دفاع لپاره لازم اقدامات کوي. د بې وسلې کولو په چارو کې د متحدو ایالتونو استازي رابروت وود، چې په دغې غونډې کې و، د شمالي کوریا د دغه دپلومات تورونه رد کړل.

هغه وویل " اجازه راکړئ چې ښکاره یې درته ووایم؛ متحده ایالتونه د پوځي شخړې د پارولو هوډ نلري."

ښاغلي وود وویل امریکا د هستوي وسلو په برخه کې د شمالي کوریا د بې وسلې کولو په اړه په خپلې ژمنې کلکه ولاړه ده.

XS
SM
MD
LG