د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا ټرمپ ته- اوازو ته غوږ مه نیسه


شمالي کوریا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړیدی چې د هغه امریکایي 'شکمنو' خبرو ته پام نه کوي چې د دواړو ملکونو د اړیکو په اړه اوازې خپروي

د شمالي کوریا مشر د چین نه وروسته ویتنام ته ورځي چې هلته د ولسمشر ټرمپ سره دوهمه غونډه وکړي.

دغه دواړه مشران د چارشنبې او پنجشنبې په ورځ په هنویي کې ملاقات کوي. دغو دواړو مشرانو د دې نه مخکې په سنگاپور کې خپل لمړنی ملاقات کړی و.

په امریکا کې د جمهوري غوښتونکي او دیموکرات گوند غړیو ولسمشر ټرمپ خبرداره کړیدی چې د شمالي کوریا سره د اتومي وسلو په سر موافقه دا نشي ضمانتي کولی چې شمالي کوریا دې د اتومي وسلو جوړولو نه لاس واخلي.

په شمالي کوریا کې مطبوعات وایي چې دا ډول نیوکې یواځې دا هدف لري چې د دواړو ملکونو ترمنځ خبرې کامیابې نه شي.

ولسمشر ټرمپ وایي چې هغه هیله لري د دې اونۍ غونډه به مثبتې پایلې ولري او د شمالي کوریا د اتومي وسلو ختمول به شمالي کوریا ته گټه ورسوي.

XS
SM
MD
LG