د لاس رسي وړ اتصالات

ملت ته د ټرمپ د وینا مهم ټکي څه و ؟


جمهور رئیس ټرمپ ملت ته د وینا پرمهال
جمهور رئیس ټرمپ ملت ته د وینا پرمهال

د امریکا د متحده ایالاتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په کانګرس کې ملت ته په وینا کې د ګډ کار او یووالي لپاره د دواړو ګوندونو په مشترکو هڅو ټینګار وکړ.

نوموړي چې ملت ته خپله دویمه کلنۍ وینا کوله وویل" موږ باید د غچ اخیستلو، مقاومت او مجازات سیاست رد کړو".

جمهور رئیس ټرمپ د فبروري په پنځمه نیټه ملت په وینا کې د خپلو لاسته راوړنو اوږد لست وړاندې کړ او ویې ویل په نړۍ کې هیڅ داسې شی نشته چې له امریکا سره سیالي وکړي.

مهاجرت بله مسله وه چې جمهور رئیس ټرمپ پرې بحث وکړ، هغه په جنوبي سرحد کې د دیوال پر جوړیدو ټینګار وکړ او ویې ویل پخوا که څه هم د دیوال جوړیدو ته رایه ورکړل شوې خو هیڅ وخت منظم دیوال جوړ شوی ندی.

کورنۍ پالیسي

جمهور رئیس وویل د دواړو ګوندونو په مشترک کار سره کیدای شي د بنسټونو د پراختیا، کورنیو ته له امتیاز سره یوځای د رخصت د ورکولو ، د روغتیايي خدمتونو د لګښت د کموالي، د اچ آی وي د له منځه وړلو او په ماشومتوب کې د سرطان ناروغۍ د له منځه وړلو په شان برخو کې اغیزناک کار وشي.

بهرنۍ پالیسي

جمهور رئیس ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې په ونزویلا کې د رژیم د بدلیدو ، له چین سره تجارتي خبرو ، له روسیې سره د اټومي قرار داد څخه د امریکا د وتلو، له شمالي کوریا سره د تاوتریخوالو د کمیدو او پر ایران دوامداره فشارونو په اړه خبري وکړې.

د دیموکراتانو غبرګون

خو دیموکراتانو ملت ته د جمهور رئیس له وینا لږ وروسته غبرګون وښود. ستیسي ابرامز چې په تیر نوامبر کې په دیر لږ تفاوت د جورجیا والي څوکۍ په سیالۍ کې بریالۍ نشوه د رایې حق ته د لاسرسي په ټینګار سره د دیموکراتانو ځواب بیان کړ.

هغې وویل" موږ غواړو هغه ریښتیا ووايي او په خپلو مسولیتونو عمل وکړي. هغې فوق العاده تنوع ته چې امریکا تعریفوي، درناوي وکړي. موږ تل له دې لارې پرمختګ کړی او د پناه ورکول، د امریکایي ژوند یو اساسي اصل دی".

دا تر اوسه معلومه نده چې د جمهور رئیس ټرمپ د تیرې شپې د وینا څومره برخې به دیموکرتانو ته د منلو وړ وي، ځکه هغوی وايي ټرمپ تل د ټویټر په ګډون د مخلتفو لارو دوی سپکاوی کړي دي.

ټاکل شوې وه چې جمهور رئیس ټرمپ د جنوري په ۲۹ نیټه ملت ته وینا کړې وای خو په جنوبي سرحد کې د دیوال د بودیجې پر سر له دیموکراتانو سره جنجال ددې لامل شو چې دغه وینا د فبروري پنځمې نیټې ته وځنډیږي.

د ټرمپ وینا
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:39 0:00

XS
SM
MD
LG