د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا: امریکا ته داسې ضربه رسوو چې په تاریخ کې یې نه وي تجربه کړي


د امنیت شورا د دوشنبې په ورځ په شمالي کوریا تازه اقتصادي بندیزونه ولګول.
د امنیت شورا د دوشنبې په ورځ په شمالي کوریا تازه اقتصادي بندیزونه ولګول.

شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا پدې هیواد د تازه اقتصادي بندیزونو په عکس العمل کې ویلي چې دغه کار د خپل ځان د دفاع لپاره د شمالي کوریا په حقونو کې مداخله ده.

شمالي کوریا وایي د دې اقتصادي بندیزونو هدف "زمونږ د دولت او خلکو په بشپړه توګه زندۍ کول دي."

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د ملي حاکمیت د ساتنې او په سیمه کې د سولې او ثبات د حفاظت لپاره به دغه هیواد د خپل ځان د دفاع لپاره هلې ځلې دوه چنده کړي. او په عملي ډول به په سیمې کې د امریکا سره برابري رامنځته کړي.

په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا سفیر هان تای سونګ ویلي دي چې هیواد یې د "نهایي امکان" نه کار اخیستو ته چمتو دی.

سفیر سونګ ویلي دي چې د شمالي کوریا راتلونکي اقدامات به متحده ایالاتو ته دومره غټه ضربه او تاوان ورسوي چې پخپل تاریخ کې یې نه وي لیدلی.

په شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د تازه بندیزونو نه وروسته د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویلي و چې دغه کار د شمالي کوریا د اتومي پروګرام د مخنیوي په هلو ځلو کې یو ډیر وړوکی اقدام دی.

XS
SM
MD
LG