د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا جنوبي کوریا ته د برید خبرداری کړی


شمالي کوریا خبرداری ورکړی دی چې پر جنوبي کوریا باندي به برید وکړي که چیري په جنوب کې د بشري حقوقو فعالینو د پیونګ یانګ ضد اعلانونه سرحدي سیمو ته ورواستول.

د شمالي کوریا مرکزي خبري آژانس نن د جمعې په ورځ وویل چې دد غه هیواد د پوځ ختیځ قوماندانۍ به د حنوبي کوریا د فاجو پر ښار باندي پرته له خبرداری نه بې رحمانه برید وکړي که چیري د بشري حقوقو فعالینو خپل اعلانونه شمالي کوریا خوا ته ورولېږل. فعالینو ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ به د هوايي بالونونو له لارې د شمالي کوریا خوا ته یو لړ اعلانونه او پوسټرونه وروغورځوي.


د شمالي کوریا رسمي خبري آژانس د جنوبي کوریا پر پوځ بانډي تور لګولی دی چې غواړي د شمالي کوریا پرضد پروپاګند وکړي خو جنوبی کوریا بیا تا تور ردوي او وايي چې دوي هیڅ داسي کار نه دی کړی.

د جنوبي کوریا ددفاع وزارت هم په ځواب کې ویلي دي چې د هر ډول برید غچ به واخلي او د برید سیمه به سمدستي له مینځه یوسي.

شمالي کوریا پخوا هم د بالونونو له لارې د پیغامونو د لېږلو مسله تل پارونکې بللې ده او خبرداری یې ورکړی دی چې پرضد به یې اقدامات وکړي او دا چي د سیول له خوا دغه راز اعمال کولای شي جګړه رامنځ ته کړي.
XS
SM
MD
LG