د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا خپل تر ټولو قوي بین البراعظمي میزایل وازمایه


د شمالي کوریا مشر له خپلو پوځي چارواکو سره
د شمالي کوریا مشر له خپلو پوځي چارواکو سره

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د خپل هېواد د تر ټولو قوي او ستر بین البراعظمي میزایل د ازمایلو ننداره ورکړه. یانې دا میزایل له یوې وچې څخه بلې وچې ته توغول کېدای شي.

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ وايي دا میزایل د امریکا په وړاندې د شمالي کوریا اتومي ځواک غښتلی کوي. دا له ۲۰۱۷ څخه راپدیخوا د شمالي کوریا تر ټولو قوي او لوی بین البراعظمي میزایل بلل کېږي او داسې ښکاري چې د دغه هېواد د نورو میزایلو په پرتله لوړه ارتفاع او ډېر واټن وهلای شي.

د شمالي کوریا دولتي رسنیو د دغه میزایل نوم «هواسانګ-۱۷» ښودلی دی. دا میزایل په ۲۰۲۰ کې وپېژندل شو او کارپوهانو هغه مهال یوه لویه بلا بللې وه.

دولتي رسنۍ وايي ‌چې د «هواسانګ-۱۷» میزایل د پیونګ یانګ له هوايي ډګر څخه وتوغول شو او د۶۲۴۸.۵ کیلو میتر په ارتفاع سره یې ۱۰۹۰ کیلو میتر واټن وواهه او بیا د جاپان په سمندر کې په یو هدف ولګېده.

جاپان د شمالي کوریا په دغه کار پارېدلی دی. توکیو وايي چې دې کار «د سیمې سوله او مصونیت» ګواښلي دي. خو شمالي کوریا وايي چې د ګاونډیو هېوادونو امنیت ته په کتو یې دا میزایل په عمودي بڼه توغولی او ازمایلی دی.

په شمالي کوریا باندې د اتومي وسلو د پروګرام له کبله یې نړیوال اقتصادي بندیزونه لګول شوي دي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغه میزایل له ازمایلو وروسته د پنجشنبې په ورځ مارچ ۲۴ (وري څلورمه) یوه بېړنۍ غونډه وکړه.

د امریکا متحدو ایالتونو، د امنیت شورا او جنوبي کوریا د شمالي کوریا دا اقدام غندلی او هغه یې د امنیت شورا د پرېکړې خلاف عمل بللی دی.

د شمالي کوریا دولتي‌ رسنۍ وايي چې د دغه میزایل ازمایل په دې مانا دي چې پیونګ یانګ له امریکا سره په اوږد مهال کې مقابلې ته چمتو دی.

XS
SM
MD
LG