د لاس رسي وړ اتصالات

د ناروې صدراعظم د یوې ورځې دپاره ټکسي وچلوی


د ناروې لومړي وزیر جنز سټول ټنبرګ وایي تر ټولو ښه ځای چې پوه شی خلک څه فکر کوي، ټکسي موټر دی.

په همدې خاطر هغه د یوې ورځې لپاره د ناروې د اوسلو په ښار کښې ټکسي وچولوله او سپرلۍ یې هرې خوا ته بوتلې.

د لومړي وزیر د ټکسي چلونې عکسونه او ویډیو د یکشنبې په ورځ په ورځپاڼو او د هغه د فیس بوک په پاڼې کښې خپره شوه.

د ټکسي چلونې دا پلان د اعلاناتو یو شرکت جوړ کړی ؤ چې د صدراعظم سټول ټنبرګ د انتخاباتو د مبارزې یوه برخه هم وه. په ټکسي کښې پټې کمرې ایښودل شوې وې چې د ناروې د سیاست په اړه د خلکو نظر مالوم کړي او بله دا چې خلک کله چې پدې پوه شي ټکسي چلونکی د هیواد صدراعظم دی، څه ډول عکس العمل ښیي.

د ټکسي چلونې د پلان نه دا هم مالومه شوه چې ښاغلي سټول ټنبرګ د تیرو اتو کلونو راهیسې موټر ندی چلولی. یوې سپرلۍ هغه ته وویل چې تر اوسه یې داسې بې کاره موټر چلونکی نه ؤ لیدلی.
XS
SM
MD
LG