اورلګېدنې د فرانسې د «نوتردام» کلیسا یوه برخه په بشپړه توګه سوځولې ده.
فرانس پریس خبري اژانس د دغه هېواد د چارواکو په حواله ویلي، چې اورلګېدنه د دوشنبې په ورځ څه کم اوه بجې د یادې کلیسا د بیارغونې د چارو پر مهال رامنځته شوې ده.
د دغه هېواد چارواکو ویلي چې تر دامهاله د رامنځته شوي اورلګېدنې لامل معلوم نه دی.
د پاریس د اوروژنې اداره وایي د نوتردام تاریخي کلیساه ودانۍ او د هغې عمده هنري اثار یې ژغورلي دي. د اوروژنې ۴٠٠ عملې څه دپاسه نهه ساعته ددې کلیساه د اور سره په مبارزه بوخت وو.
د سه شنبې په ورځ ددغې تاریخي ودانۍ دوه مجسمې او ډبریزه ودانۍ ولاړه وه، خو د ١٢ پیړۍ ددې تاریخي کلیساه چت او یو مخروطي ډوله منار د اور لگیدنې له امله نړیدلي دي. د اور وژنې ډلې ویلي، چې د دغه کلیسا دوه نور څلي یې له اور څخه ژوغورلي دي.
پر همدې مهال د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پر یادې پېښې اندېښنه ښودلې.
په دغه کلیسا کې د رامنځته شوي اورلګېدنې پرمهال د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی، خو دومره ویل شوي چې د اور وژنې پرمهال د اطفائیې دوه کار کوونکي سخت ټپیان شوي دي.
واتیکان یوه اعلامیه خپره کړې او پدې پیښې یې سخته اندیښنه ښودلې ده او د نوتردام کلیساه یې "په فرانسه او نړۍ کې د عیسویت سمبول گڼلی دی".
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پر یادې پېښې په اندېښنې ښودلو سره ویلي چې د اور وژنې لپاره دي د اوبو شیندونکو الوتکو څخه کار واخیستل شي.
د نوتردام کلیسا کار په ۱۱۶۳ مېلادي کال کې پیل شو چې د جوړولو چارو یې شااوخوا دوې پېړۍ وخت ونیوی.
دغه کلیسا چې په کال کې ۱۳ میلیونه کسان ورڅخه لیدنه کوي دا مهال یې د بیارغونې چارې روانې وې.