د لاس رسي وړ اتصالات

سروې : د ان اس اې سري څار کلیدي رول نه دی لوبولی


یوه نوې سروې ښيي چې د امریکا د ملي امنیت د ادارې له خوا د ټلفونو څار د ترهګرۍ په مخنوي کې هیڅ ښکاره تاثیر نه درلودی.

په واشنګټن کې میشت څیړنیز مرکز، د نیو امریکن فونډیشن د دوشنبې په ورځ ریپوټ خپور کړی دی چې په کښي د هغو ۲۲۵ کسانو په هکله پلټنې او څیړنې شوي دي چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د تروریستي حملو وروسته د ترهګرۍ سره د تړاو په تور نیول شوي دي. په سروې کې راغلي دي چي د امریکا د ملي امنیت د څار پروګرام یواځي په یوې پېښې کې موثر ثابت شوی دی.

په ریپوټ کې راغلي دي چې د ملي امنیت د څار د پروګرام په خاطر یواځي یوه تروریستي پېښه افشا شوې او تعقیب شوې او هغه هم د امریکا د کلفورنیا ایالت د ساندیګو په ښار کې د هغه ټکسي وان نیول کېدل و، چې غوښتل یې چې په سومالیې کې د القاعدې ډلې ته په کال ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کال ۸۵۰۰ ډالره ورواستوي.


په ریپوت کې راغلي دي چې د امریکا د ملي امنیت د څار پروګرامونه ښايي د تروریستي قضیو په څیړلو او تحقیق کې مرسته کړې وي، خو ۶۰ په سلو کې معلومات د نورو معمولو تحقیقاتون لارو نه ترلاسه شوي دي.


د نیو امریکن فونډیشن ریپوټ د هغې خپلواکې ارزیابۍ سره سر خوری چې سپینې ماڼۍ یې د ډیسمبر په میاشت کې د ترسره کولو امر صادر کړی و. د ارزیابۍ په ترڅ کې دا په ډاګه سوه چې د امریکا د ملي امنیت د ادارې د میلیونونو ټلفوني تماسونه څار د تروریستي حملو په مخنیوي کې حیاتي رول نه دی لوبولی.


د نیو امریکن فونډیشن ریپوټ په داسي حال کې خپرېږي چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما به راتلونکې جمعه دا اعلان کړي چې د ملي امنیت د څار پروګرامونه محدودوي او که نه چې په کښي د بهرنیوو مشرانو د ټلفوني تماسونه څار هم شامل دی.
XS
SM
MD
LG