د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې ۷۵۰ کسان په اعدام محکوم شوي دي


د اکتوبر لسمه د اعدام د سزا پر ضد د مبارزې نړیواله ورځ ده. د افغانستان د حکومت شمیرې ښيي، چې د دغه هیواد په زندانونو کې سلګونه بندیان د اعدام په سزا محکوم شوي او د دغه حکم د عملي کیدو په انتظار دي.

د افغانستان د محابسو او توقیف‌خانو عمومي رئیس جنرال عبدالعلیم کوهستاني امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې په اوس وخت کې د ۳۵زرو څخه نیولې تر ۳۶زره بندیان، د دغه هیواد په زندانونو کې ساتل کیږي.

هغه په اعدام د محکوم شویو بندیانو د شمیر په اړه د امریکا غږ پوښتنې ته په ځواب کې وویل "۷۵۰ نفره اعداميان لرو".

دغه شمیر کسان په داسې حال کې په اعدام محکوم شوي، چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې په افغانستان کې د اعدام په سزا د محکوم شویو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی.

د بخښنې د نړیوال سازمان د ۲۰۱۷ کال د ریپوټ پر اساس، په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې د دولسو بندیانو د اعدام حکم صادر شوی وو، خو پر یو تن باندې دغه حکم عملي شو.

د دغه سازمان په ریپوټ کې راغلي، چې په ۲۰۱۶ کال کې څه باندې ۶۰۰ تنه په افغانستان کې په اعدام محکوم شوي وو او په دغه کال کې شپږ تنه چې په تروریستي پیښو کې په لاس لرلو تورن شوي وو، د پلچرخي په زندان کې اعدام شول.

په همدې حال کې اروپايي اتحادیې د اعدام د سزا پر ضد د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت، په یو خپور شوي بیان کې د اعدام له سزا سره خپل کلک مخالفت څرګند کړی دی.

په دغه بیان کې راغلي "د اعدام سزا د انسان کرامت ته بې‌حرمتي ده. دغه سزا یو ظالمانه، غیرانساني، له سپکاوي ډک او د ژوند د حق نقضونکی عمل دی".

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د جزا په نوي قانون کې د اعدام د سزا موارد محدود کړي دي.

د افغانستان د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو سلاکار محمداشرف رسولي امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې د جزا په پخواني قانون کې له سلو زیات داسې مواردو ته ځای ورکړل شوی وو، چې له مخې یې مجرم د اعدام په سزا محکوم کیده، خو اوس د نوي قانون په اساس دغه موارد د ګوتو په شمیر او محدود شوي دي.

هغه زیاته کړه "هغه موارد چې د جزا په پخواني قانون کې ورته د اعدام سزا په پام کې نیول شوې وه، اکثرو ته مو تر ۳۰ کاله د حبس سزا په پام کې ونیوه، په ډیره ځانګړې استثنی مو مثلاً تروریستي جرمونو ته، چې بله چاره مو نه درلوده، مثلاً پر ښځو تیری، سربیره په تیري چې د قتل سبب هم کیږي، لاچاره وو چې په دې برخه کې موږ د اعدام سزا په پام کې ونیسو".

د افغانستان د جزا د نوي قانون د ۱۷۰ مادې په لومړۍ فقره کې، د نسل وژنې، د بشریت ضد، جنګي، د دولت پر خلاف تجاوز، ترور او چاودنې اختطاف او برمته کولو یا قطاع الطریقۍ جرمونه چې په ترسره کولو یې د شخص یا اشخاصو د مړینې سبب شي، د اعدام سزا په پام کې نیول شوې ده.

د همدې مادې د دویمې، درېیمې، څلورمې او پنځمې فقرې له مخې هغو کسانو ته چې عمدي قتل یې کړی وي، د افغانستان دولت او ځمکه یې بهرني دولت ته سپارلې وي او یا ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته یې زیان رسولی وي، پر ښځه باندې یې ډله‌ییز جنسي تیری کړی وي او همداشان پر نارینه باندې ډله‌ییز جنسي تیری، چې د مجني علیه د مړینې لامل شوی وي، د اعدام سزا ورکول کیږي.

ښاغلي رسولي ټینګار وکړ، هغه کسان چې د جزا د پخواني قانون په اساس په اعدام او یا نورو سزاګانو محکوم شوي، پر هغوی نوی قانون نه تطبیق کیږي او خپله سزا به ویني.

XS
SM
MD
LG