د لاس رسي وړ اتصالات

خوست او پکتیا کې ځینې کورنۍ د پولیو واکسین مخالفت کوي


په خوست او پکتيا کې د ځينو کورنيو مشرې ښځې خپل ماشومان له واکسين پټ ساتي
په خوست او پکتيا کې د ځينو کورنيو مشرې ښځې خپل ماشومان له واکسين پټ ساتي

په افغاني ټولنه کې د ځينو کورنيو ځینې مشرې ښځې د پوليو ضد واکسين سره مخالفت لري، ظاهراً دوی داسې فکر کوي، چې ګني دا واکسين د ماشومانو په روغتيا منفي تاثيرات لري.

د پکتیا مدني فعال روان نورزي په وينا د ځينو عقيدوي مسايلو ترځنګ د ښځو ترمنځ ځينې انګيرنې ددې لامل ګرځي، چې په يو شمېر مواردو کې ښځې خپل ماشومان له دغه واکسين څخه پټ ساتي.

نورزي وويل"معمولاً د کورنيو هغه مشرې ښځې چې له ماشومانو سره ډېر احتياط کوي، البته مضر احتياط، دوی داسې فکر کوي چې د پوليو واکسين ماشومانو ته زيان رسوي، خو په اصل کې دوی نه پوهېږي چې واکسين د ناروغيو په مقابل کې د ماشومانو د وجود دفاعي سيستم پياوړی کوي."

د ګوزڼ له واکسين سره زياتره رامنځته کېدونکي مخالفتونه په لېرې پرتو سيمو کې زيات لېدل کېږي، په دې ترڅ کې يو شمېر نارينه او په ځينو حالاتو کې د کورنيو مشرې ښځې د واکسين مانع ګرځي.

ګوزڼ په ماشومانو کې د فلج ناروغي ده، د روغتيا پالانو په وينا له دې ناروغۍ سره هغه ماشومان ډېر مخ کېږې، چې د پنځه کلنۍ ښکته عمر ولري او په هره دوره کې ورته د ګوزڼ ضد واکسين ونه رسېږي.

په افغانستان کې د پوليو پرضد د عامه پوهاوي مسوول ډاکټر سيدکمال شاه په دې هکله داسې وايي "ډېری خلک اوس هم دا تشويش نلري، چې پوليو عادي موضوع نده. خلک بايد پوه شي، چې پوليو هيڅ درملنه نلري. ډېر خلک په دې ندي خبر."

د خوست د ولايتي شورا غړې زهرا جلال له ميندو غوښتنه لري، چې له دايمي فلج څخه د خپلو ماشومانو د روغتيا ژغورنې لپاره د کمپاين پرمهال هغوی ته د واکسين په ورکړه کې له ناغيړۍ ځان وساتي.

هغه وايي "د دې لپاره چې اولادونه مو د تل لپاره د کورنۍ د اوږو بار نشي، بايد د دوه څاڅکو واکسين په وسيله يې مخنيوی وشي او سالم ژوند او سالمه روغتيا ولري."

روان ۲۰۱۷ ميلادي کال په افغانستان کې د پوليو ۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د ډاکټرانو په وينا دغه درې واړه ماشومان له دې کبله فلج شوي، چې د ګوزڼ ضد واکسين څخه محروم پاتې شوي وو.

XS
SM
MD
LG