د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال څه باندې ۱۰زره پناه غوښتونکي بریتانیا ته اوښتي 


د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت نن یکشنبه جون ۱۸ (جوزا ۲۸) وویل، په روان کال کې څه باندې ۱۰زره کسان په ناقانونه توګه دغه هېواد رسېدلي دي.

دوی هغه پناه غوښتونکي دي چې د کوچنیو بېړیو په واسطه بریتانیا ته داخل شوي دي. تېرکال هم د کوچنیو کښتیو په مرسته ۱۱۳۰۰ کسان بریتانیا ته اوښتي وو.

مقامات وايی چې همدا تېره شنبه ۵۴۹ کسان برتیانیا ته داخل شوي دي، دا ډېر شمېر کسان دي چې په یوه ورځ بریتانیا ته داخل کېږي. تر دې یوه ورځ مخکې ۴۷۴ او دوې ورځې مخکې ۴۸۶ کسان بریتانیا ته اوښتي وو.

د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک په وار وار دا خبره کړې ده چې بریتانیا ته د ناقانونه پناه غوښتونکيو د ورتګ مخه به نیسي.

په بریتانیا کې د کډوال مسئله یوه سیاسي مسئله ده او د ۲۰۱۶ کال کې د اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو په ټولپوښتنې کې یوه عمده پوښتنه هم د کډوالو په اړه وه.

اکثریت کډوال په دغه خطرناک سفر کې مړه کېږي. تېرکال بریتانیا هڅه وکړه، چې هغه پناه غوښتونکي راوندا ته واستوي چې قضیې منل شوې نه دي،‌ خو دا کار هلته ظاهرآ د پناه غوښتونکو د شمېر د زیاتوالي لامل شو. تېرکال د دغه هېواد په سرحدونو باندې ۴۵۷۵۵ کسان اوښتي وو.

XS
SM
MD
LG