د لاس رسي وړ اتصالات

۳۱ ولایتونو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د منعې څارنوالۍ مشري ښځې کوي


د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، ۹۳ نوې ښځینه ځارنوالانې په بیلابیلو ولایتونو کې په دندو ګومارل شوي دي.
د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، ۹۳ نوې ښځینه ځارنوالانې په بیلابیلو ولایتونو کې په دندو ګومارل شوي دي.

د افغانستان لویه څارنوالي وایي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منعې څارنوالۍ په ۳۱ ولایتونو کې د ښځو لخوا اداره کیږي.

لوی څارنوال محمد فرید حمیدي د شنبې په ورځ "د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منعې"په ملي درې ورځني کنفرانس کې وویل، چې وروسته له نن به ۹۳ څارنوالانې په بیلابیلو ولایتونو کې په کار وګمارل شي چې له مخې به یې په ۳۱ ولایتونو کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منعې څارنوالي د ښځو لخوا مدیریت کیږي.

ښاغلي حمیدي وویل"نن به د ۹۳ ښځینه څارنوالانو په ګمارنې څخه د هغو ولایتونو شمیر چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع څارنوالۍ امریتونه پکې د ښځو لخوا مدیریت کیږي ۳۱ ولایتونو ته ورسیږي".

لویه څارنوالي زیاتوي دوه کاله مخکې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منعې څارنوالیانې په پنځو ولایتونو کې موجودې وې چې دا مهال دا څارنوالیانې په ټولو ولایتونو کې وجود لري.

د لویې څارنوالۍ پر وینا له دې وړاندې په ۲۲ ولایتونو کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع څارنوالۍ د ښځو لخوا اداره کیدلې.

بل خوا د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون وایي که څه هم افغان حکومت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په قضایاو کې د پام وړ کارونه کړي دي، خو لا هم په دې برخه کې ډیر کار ته اړتیا ده.

د دغه کمیسیون مشره سیما سمر وایي تیر لمریز کال له دوې سره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۴۵۰ پیښې ثبت شوې وې.

میرمن سمر زیاتوي که څه هم په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پیښې ټولې او په دقیقه توګه نه ثبتیږي، خو دغو شمیرو ته په کتو افغانستان لا هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منعې په قضیو کې ډیر کار ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG