د لاس رسي وړ اتصالات

سروې: افغانستان کې ۷۶۴ خبریالانې په کاربوختې دي


د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز وایی،په نورستان، پکتیکا، زابل او ارزګان ولایتونو کې ښځینه خبریالانې په رسنیو کې حضور نه لري.
د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز وایی،په نورستان، پکتیکا، زابل او ارزګان ولایتونو کې ښځینه خبریالانې په رسنیو کې حضور نه لري.

د افغانستان د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د شنبې په ورځ د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ښځینه خبریالانو د وضعیت په اړه یوه څیړنه خپره کړې، چې په دغه هیواد کې د تیرو کلونو پرتله د ښځینه خبریالانو په شمیر کې کموالی ښيي.

د دغه مرکز مشرې فریدې نیکزاد، کابل کې د دغې سروې په اړه خبریالانو د معلوماتو پر وخت د ښځینه خبریالانو د شمیر د کموالي ستر لاملونه، ناامني، د ښځو پر وړاندې ټولنیزخنډونه اومعلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې د نارینه خبریالانو پرتله د ښځینه خبریالانو پر وړاندې ستونزې یاد کړل او ویې ویل،د افغانستان په یو شمیر سیمو کې لا هم ښځینه خبریالانې د جګړې، توپیر او تاوتریخوالي قربانیانې دي.

د میرمن نیکزاد پر وینا د دوی د مرکز څیړنې ښیي چې په یو شمیر ولایتونو کې ښځینه خبریالانې د امنیتي ستونزو له کبله خپلو دندو ته دوام نه شي ورکولای.

میرمن نیکزاد وویل "په دې ریپوټ کې زموږ مهمې موندنې ښیې چې نا امني د ټولو لپاره یوه ستره ستونزه خو په ځینو ولایتونو کې نا امنۍ دومره اغیز کړی چې زموږ د یو شمیر خویندو حضور په رسنیو کې لږ شي او یا بیخي خپلې دندې پریږدې".

د دغه مرکز څیړنې ښیي چې دا مهال په افغانستان کې ۱۶۹۶ ښځینه کارکونکې په رسنیو کې په بیلابیلو رسنیزو کارونو بوختې دي.

د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مشرې وویل، له دغه شمیر څخه ۷۶۴ښځینه خبریالانې عملآ په مسلکي دندو بوختې دي.

د دغه مرکز مشره وایي د کابل په ګډون، بلخ او هرات هغه ولایتونه دي چې د ښځینه خبریالانو شمیر په کې له نورو ولایتونو زیات دی.

د دغه مرکز څیړنې ښيي، چې یو شمیرناامنو ولایتونو لکه نورستان، پکتیکا، زابل او ارزګان ولایتونو کې اصلآ ښځینه خبریالانې په رسنیو کې حضور نه لري.

خو په پاتې نورو ولایتونو کې بیا ښځینه خبریالانې شته خو په رسنیو کې یې شمیر د پام وړ ندی.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون بیا وایي چې لا هم په افغانستان کې په رسنیو کې د ښځینه کارکونکو شتون په ځینو سیمو کې د منلو نه دی.

د دغه کمیسیون مشرې میرمن حوا علم نورستانۍ چې په دغه خبرې ناسته کې یې خبرې کولې وویل "که څه هم د ښځینه خبریالانو پر وړاندې ستونزې ډیرې دي خو دا چې نن ورځ په افغانستان کې ښځینه خبریالانې موجودې دي او د د بیان ازادۍ ته لاسرسی لري دا د هغو قربانیانو پایله ده چې د دغو لاسته راوړنو لپاره وړکړل شې دي".

د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز وایي دوې د دغې څیړنې لپاره له ۱۵۹ راډیو ګانو، ۸۰ ټلویزیونونو، ۱۹ ورځپاڼو او څلورو ویبسایټونو سرهمرکې کړې دي.

XS
SM
MD
LG