د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما په هلمند کې د ۲۳ ملکیانو وژل کیدل تائید کړي


یوناما وايي د ۲۰۱۸ کال په لومړیو نهو میاشتو کې په جګړه کې د ښکیلو خواو ترمنځ په نښتو کې ۶۴۹ ملکي افغانان وژل شوي
یوناما وايي د ۲۰۱۸ کال په لومړیو نهو میاشتو کې په جګړه کې د ښکیلو خواو ترمنځ په نښتو کې ۶۴۹ ملکي افغانان وژل شوي

د هلمند د ولایت د ګرمسیر په ولسوالۍ کې د تیرې چهار شنبې په ورځ (لیندۍ ۷مه) د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه، افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي" یوناما" پلټنې ښيي، چې په دغو عملیاتو کې ۲۳ ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دې پیښې د قربانیانو زیات شمیر یې ښځې او ماشومان دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي "یوناما" د پلټنو موندنې ښيي، چې د دې جګړو په وژل شوو قربانیانو کې لس ماشومان او اته ښځې شاملې دي.

همداشان د یو اته کلن ماشوم په ګډون درې ماشومان په دې جګړو کې ټپیان شوي دي.

د ګرمسیر ولسوالۍ د ځنځیري د ډارب د سیمې اوسیدونکو په دې جګړو کې ۳۰ ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې د اوړیدلو ادعا کړې ده.

د خیرالله په نوم د دغې ولسوالۍ یو اوسیدونکي امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل، چې کله د طالبانو موټرې راغلې او د خلکو د کورونو تر څنګ ودریدې، الوتکې راغلې پر موټرو یې بمبارد وکړ او کورونو ته يې هم زیان ورسوه.

هغه وویل، ټولي ښځې او ماشومان په کښې قرباني شوي چې شمیر يې ۳۰ کسانو ته رسیږي.

د افغانستان د دفاع وزارت غبرګون

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې د هلمند ولایت د ګرمسیر په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او نورو ترویستي ډلو پر خلاف ګډ عملیات شوي،چې په ترڅ کې یې وسله والو طالبانو ته د سر د زیان سربیره د هغوی د وسلو او مهماتو یو شمیر زیرمتونونه هم له منځه تللي دي.

د دغه وزارت ویاند سید غفور احمد جاوید رسنیو ته په یو استولي ویډیويي بیان کې د ملکي تلفاتو د پیښیدلو ملامتي پر وسله والو طالبانو اچولې او ویلي دي، چې وسله وال طالبان تل د خلکو د کورونو او عامه ځایونو څخه په جګړو کې د سنګر په توګه کار اخلي، چې کله کله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.

ښاغلي سید غفوراحمد جاوید ویلي، د دې پیښې د پلټنې لپاره پلاوی ټاکل شوی او پیښه به په هراړخیز ډول وپلټل شي، چې کله یې پلټنې بشپړې شوي، پایلې به یې له خلکو سره شریکې شي.

ښاغلي جاوید وویل "د دې ترڅنګ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټولو عملیاتو کې هغه قوانین او مقرارت، چې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب لپاره دوی ته ورکول کیږي په پام کې نیسي، خو بیا هم وایم، چې وسله وال طالبان او تروریستان د ملکي او عامه ځایونو څخه په استفادې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي".

په افغانستان کې میشتو نړیوالو ځواکونو د دې پیښې په اړه ویلي، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په باب د خپرو شوو رپوټونو پپلټنه کوي.

ملګري ملتونه وایي، په روان ۲۰۱۸ میلادي کال کې په هوایی بمباریو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه د تیرکال پرتله زیاته شوې ده.

د یوناما د راپور له مخې د دې کال له پیل څخه د سپټمبر د میاشتې تر ۳۰ مې پورې په افغانستان کې په جګړه کې د ښکیلو خواو ترمنځ په نښتو کې ۶۴۹ ملکي افغانان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG