د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ او کورنۍ څخه یې تحقیقات کیږي


د ټرمپ ارګنایزیشن د امریکا د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ کورنی کاروبار دی.
د ټرمپ ارګنایزیشن د امریکا د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ کورنی کاروبار دی.

د متحده ایالاتو د نیویارک ایالت لویې څارنوالې لتیتیا جیمز مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ، زوی یې ډن جونیر او لور یې ایوانکا جلب کړي چې په کورني کاروبار کې د ځینو معاملو په هکله په څیړنو کې پوښتنو ته ځوابونه ووایي.

دغه جلب د محکمې په اسنادو کې خپور شوی او میرمن جیمز چې پخپله یوه دیموکراته ده تیره میاشت یې په یوې مدنې قضیې کې چې تقریباً یو کال روانه وه، د ښاغلي ټرمپ کورنۍ یې د شاهدي ورکولو لپاره جلب کړې.

په محکمې کې دا جلب پداسې حال کې راڅرګندیږي چې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د تیر کال د ډسمبر په میاشت کې په یو راپور کې وویل چې د نیویارک ایالت لویې څارنوالې د مخکني جمهور رئیس ټرمپ نه غوښتي و چې په شخصي توګه د همدې روانې جنورې د میاشتې په ۷ نېټه ورشي او پوښتنو ته ځوابونه ووایي.

دا لومړی ځل دی چې پدې قضیه کې تحقیق کوونکي د ښاغلي ټرمپ او د کورنۍ د غړیو څخه پوښتنې وکړي.

د واشنګټن پوسټ د ورځپاڼې د راپور څخه وروسته ټرمپ په محکمې کې په لویې څارنوالې حقوقي دعوه وکړله او استدلال یې کاوه چې هغې (میرمن جیمز) په تحقیقاتو کې چې "سیاسي بڼه لري" د خپلو اساسي حقوقو څخه سرغړاونې کوي.

د لویې څارنوالې ویاندې د دوشنبې په ورځ جنوري ۳(مرغومي۱۳) ویلي چې د ټرمپ سازمان څو ځله کوښښ کړی چې تحقیقات وځنډوي. ویاندې ویلي، "‍‍ مونږ ډاډه یو چې پوښتنو ته به مو ځوابونه وویل شي او حقایق به روښانه شي ځکه چې هیڅوک د قانون څخه پورته ندي."

په همدې حال کې د ټرمپ مدافع وکیلې الینا هابا د نیویارک د لویې څارنوالې کړنې دیموکراسۍ ته ګواښ بللې. میرمن هابا لیکلي، "د هغې (میرمن جیمز) کړنې زمونږ ډیموکراسۍ ته ګواښ دي او زه پلان لرم چې بشپړ حساب کتاب ورسره وکړم."

د نیویارک لویه څارنواله په تحقیقاتو کې غواړي معلومه کړي چې آیا د ټرمپ سازمان د بانکي او مالیاتي ګټو تر لاسه کولو لپاره په غیرې قانوني توګه د خپلو جایدادونو د ارزښت په هکله غلط راپور ورکړی که نه.

میرمن جیمز دا تحقیاقت په ۲۰۱۹ کال کې پدې شک پیل کړل چې د ټرمپ سازمان د بانکونو څخه د پور اخیستو لپاره د خپلو جایدادونو د ارزښت په هکله مبالغه کړې خو وروسته یې بیا د لږې مالیې ورکولو په خاطر د خپلې شتمنۍ ارزښت کم ښودلی.

د لتیتیا جیمز دفتر د ۲۰۲۰ کال د اکټوبر په میاشت کې د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ زوی اریک ټرمپ څخه پوښتنې وکړې. اریک د ټرمپ د سازمان اجرائیوي مرستیال دی.

XS
SM
MD
LG