د لاس رسي وړ اتصالات

د نیویارک منصفه هیئت ټرمپ رسماً تورن کړ


ډونالډ ټرمپ د امریکا په تاریخ کې لومړنی جمهور رئیس شو چې په رسمي توګه د جرم په کولو تورنیږي.
ډونالډ ټرمپ د امریکا په تاریخ کې لومړنی جمهور رئیس شو چې په رسمي توګه د جرم په کولو تورنیږي.

سره لدې د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ دوه ځلې استیضاح شو او هیڅکله په رسمي توګه تورن نشو خو دی د امریکا لومړنی جمهور رئیس شو چې جنایي تورونه پرې لګول کیږي.

د متحده ایالاتو د نیویارک په ایالت کې منصفه هیئت پنجشنبه مارچ ۳۰ (کب۱۰) په رایه ګیرۍ کې پخواني جمهور رئیس په هغو تورونو کې په رسمي توګه تورن کړ چې د ۲۰۱۶ د جمهوري ریاست انتخاباتو کې یې د بربنډو فلمونو یوې هنرمندې ته نغدې پیسې ورکړي.

ډونالډ ټرمپ داسې مهال رسماً تورن کیږي چې هغه یو ځل بیا غواړي د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید شي په داسې حال کې چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د برحال جمهور رئیس جو بایډن په مقابل کې د سپینې ماڼۍ انتخابات وبایلل.

د منصفه هیئت پریکړه تر اوسه عامه شوې ندې او معلومه نده چې هغه د کومو جرمونو په کولو تورن شوی او ټول پرې څو تورونه دي خو د سي ان ان تلویزیونې شبکې ویلي چې په هغه ټول ۳۰ تورونه دي.

امریکا غږ په خپلواکه توګه دغه معلومات ندي تائید کړي.

په عین حال کې د نیویارک ایالت د منهاټن ولسوالۍ څارنوال الوین براګ په یوې اعلامیې کې ویلي چې د مخکني جمهور رئیس د مدافع وکیل سره یې د هغه د تسلیمیدو د چارو د همغږۍ کولو لپاره اړیکه نیولې چې د سترې محکمې لخوا تورونه ورته اعلام شي.

په ټرمپ تور دی چې د بربنډو فلمونو هنرمندې سټورمي ډانیلز ته یې پیسې ورکړي چې د هغه سره د خپلې یارانې په هکله د مطبوعاتو سره خبرې ونکړي خو ټرمپ دا تورونه رد کړي.
په ټرمپ تور دی چې د بربنډو فلمونو هنرمندې سټورمي ډانیلز ته یې پیسې ورکړي چې د هغه سره د خپلې یارانې په هکله د مطبوعاتو سره خبرې ونکړي خو ټرمپ دا تورونه رد کړي.

د ټرمپ مدافع وکیل هم ویلي چې ښایي را راونه اوونۍ به ښاغلي ټرمپ ته د محکمې لخوا د تورونو اعلان وشي خو ګڼ شمیر مطبوعاتي ادارو ویلي چې ښایي دا کار به د راتلونکې سه شنبې په ورځ وشي.

ډونالډ ټرمپ چې د فلوریډا په ایالت کې ژوند کوي، باید د جمهور رئیسانو د محافظت د ډلې سره یو ځای د نیویارک ایالت ته ولاړ شي او ځان امنیتي ادارو ته وسپاري.

تر توقیف کیدو وروسته به د هغه د ګوتو نښانونه او د مخ انځورونه واخیستل شي او وړاندې تر دې چې په شخصي ضمانت خوشې شي، د قاضې مخې ته باید حاضر شي چې لګیدلي تورونه یې اعلان شي.

د منصفه هیئت د پریکړې څخه وروسته ښاغلي ټرمپ یو ځل بیا رد کړه چې پدې قضیې کې هغه کوم غلط کار ندی کړی او ادعا یې کړې چې دموکراتان په دا ډول کړنو سره غواړي چې "امریکا بیا ستره کړه" خوځښت یې له منځه یوسي.

ښاغلي ټرمپ د همدې روانې مارچ میاشتې په ۲۵ مې هم د ټکزاس په ایالت کې خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال ویلي و چې هیڅ جرم یې ندی کړی او دا چې "د نیویارک د ولسوالۍ څارنوال په واشنګټن کې د 'بې عدالتۍ وزارت' په مرستې زما څخه د داسې څه تحقیقات کوي چې جرم ندی، وړوکی جرم هم ندی او اړیکه هم نده".

ټرمپ په تازه اعلامیې کې د منصفه هیئت د پریکړې په غبرګون کې لیکلي، "دا په تاریخ کې تر ټولو په لوړه کچه سیاسي ځورونه او په انتخاباتو کې لاسوهنه ده. دموکراتانو درواغ ویلي او ټګي یې وکړه".

ډونالډ ټرمپ چې د جو بایډن په مقابل کې یې د جمهوري ریاست انتخابات بایللي، ادعا لري چې د ۲۰۲۰ کال انتخابات یې ګټلي خو درغلي شوه او له همدې کبله هغه انتخابات بایللي.

د منهاټن ولسوالۍ دموکرات څارنوال الوین براګ د هغو ۱۳۰۰۰۰ امریکایي ډالرو په هکله تحقیقات کوي چې د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو څخه یوازې څو اونۍ وړاندې سټورمي ډانیلز ته، د ادعا په اساس، پدې خاطر ورکړل شوي وو چې پرې نښودل شي د ښاغلي ټرمپ سره خپله یارانه بربنډه کړي.

خو ټرمپ بیا ویلي چې د میرمن ډانیلز سره چې اصلي نوم یې سټیفني کلیفورډ دی، یارانه نه درلوده.

که هغه پدې قضیې کې مجرم هم وبلل شي، د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د کاندید کیدو مخه یې نشي نیول کیدی، خو تورن کیدل یې ښایي جدي عواقب ولري چې له یوې خوا به د هغه انتقاد کوونکي لا قوي شي او له بلې خوا به یې پلویان لا وهڅول شي چې په انتخاباتو کې برخه واخلي

XS
SM
MD
LG