د امریکا د نیویارک په ښار کی پولیسو هغه ۷۰ تنه مظاهره چیان ونیول چې په دغه ښار کې د کښته منهاتن په سیمې کې د عامه پارک د تخلیی امر یې و نه منی.
دغه پارک د هغه تحریک چې د وال ستریټ د نیولو د تحریک په نامه یادیږي د مرکز حیثیت غوره کړی دی.
دغه تحریک دوه میاشتې مخکې پیل شو.
پولیسو نن وختي په سلګونو هغه مظاهره چیان چې د نیویارک د ښار د زیکوتي په پارک کې چې له ډیر وخت نه دلته راټول شوي وو، مجبوره کړل چې د دغه پارک نه ووځي. پولیسو د دوی خیمې ړنګې او د دوی ډیر شیان یې لیرې وغورځول.
په یوه بیان کې چې د نیویارک د ښاروالۍ او د پارک د مالک لخوا خپور شوی دی ویل شوي چې دغه پارک موقتا تخلیه شوی. هغوی دا هم ویلي دي چې دغه کار یې د صحي ملحوظاتو په اساس کړی دی.