د لاس رسي وړ اتصالات

ایکنبري پر افغان چارواکو انتقاد کړی


ایکنبري او د هغه میرمن چینګ په کابل کې د جمهور رییس کرزي یوې بیانیې ته غوږ نیولی
ایکنبري او د هغه میرمن چینګ په کابل کې د جمهور رییس کرزي یوې بیانیې ته غوږ نیولی

په افغانستان کې دامریکا سفیر کارل ایکنبري دافغانستان مشرانو ته د غرب پر هڅو باندې چې غواړي د دوی هیواد افغانستان باثباته کړي؛ د انتقاد کولو په وړاندې خبرداری ورکړیدی.

نیویارک ټایمز په افغانستان کې د امریکا د سفیر هغه وینا را اخیستې ده چې هغه په هرات کې د پوهنتون شاګردانو ته کړې ده.

هغه وویل هغه مېندې او پلرونه چې زامنو یې قرباني ورکړېده، د هغو عسکرو میرمنې چې د خاوندانو لاس او یا پښه په جګړه کې معیوبه شوېده؛ د هغو خلکو ماشومان چې ستاسی په هېواد کې یې قرباني ورکړېده؛ هغوی له ځان نه د خپلو عزیزانو د قربانۍ د مفهوم په باب پوښتنه کوي.

سفیر ایکنبري زیاته کړله کله چې دی دا واوري چې ستاسې یو شمیر مشران موږ ته اشغالګر وايي زه دغو غمجنو میندو، پلرونو، مېرمنو او ماشومانو ته نشم کتلی او د خواخوږﺉ ځواب چې هغوی تسکین کړي نشم ورکولی.

د نیویارک ټاېمز ورځپاڼه لیکي چې که څه هم هغه په خپلو تبصرو کې د افغانستان د جمهوررئیس نوم یاد نکړ خو تیره میاشت افغان مشر خبرداری ورکړ چې پکار ده د ناټو په مشرتابه قواوې د اشغالګرو قواو بڼه غوره نکړي؛ هغه داخبرې د ایتلاف د قواو د بمباریو په نتیجه کې د افغان ملکیانو د یو شمیر تلفاتو ته وروسته کړې وې.

نیویارک ټایمز د امریکا د سفیر ایکنبري له قوله د یکشنبې په ورځ لیکي چې هغه وویل کله چې امریکایان دا واورو چې دوی ته اشغالګر ویل کیږي، نو د هغوی وېاړ ته زیان رسول کیږي او خپل هغه الهام له لاسه ورکوي چې دې کار ته ادامه ورکړي.

هغه وویل چې امریکا هېڅکله دا هڅه نده کړې چې په دنیا کې یو ملت هم اشغال کړي؛ موږ دلته د ملګرو په توګه خدمت کوو.

XS
SM
MD
LG