د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: ایبولا سیمه ییز او نړیوال امنیت ته گواښ دی


ښاغلي اوباما د ملگرو ملتونو د عمومي منشي څخه مننه وکړه چې د لویدیځې افریقا د ولس په وړاندې د راپیښ شوي گواښ او د نړۍ په وړاندې د ستر تهدید د مخنیوي په خاطر یې یوه ځانگړې غونډه رابللې ده.

ښاغلي اوباما وویل " په داسې حال کې چې مونږ نن دلته راټول شوي یو، د لایبریا، گوینیا او سیرالیون خلک د کړکیچ سره مخامخ دي. لکه د ملگرو ملتونو عمومي منشي او داکتر چان څرگنده کړې، د ایبولا ویروس په خورا چټکۍ سره خپریږي. په زرگونو نارینه، ښځې او ماشومان مړه شوي او په زرگونو نور پرې اخته شوي دي. که مخه یې ونه نیول شي دغه افت کیدای شي په راتلوونکو میاشتو کې په سلگونو زره کسان ووژني."

ښاغلی اوباما وایي، ایبولا یوه ډارونکي ساري ناروغي ده چې کورنۍ په کلي توگه نابودوي او دا په ډیره ساده توگه لکه د یو ناروغ دوست لاس نیول او یا د یو مرگني ماشوم په غیږ کې نیولو سره کیدای شي یو شخص د مرگ له گواښ سره مخامخ شي. نو د ښاغلي اوباما په اند که چیرې یو عام روغتیایي بېړنی حالت د یو بیړني اقدام مستحق وي، نو دا پیښه یو غښتلي او هم اهنگ نړیوال غبرگون ته اړتیا لري.

ولسمشر اوباما وویل " دا د یو روغتیایي کړکیچ او بحران څخه اوچته خبره ده. دا سیمه ییز او نړیوال امنیت ته گواښ دی. په لایبریا، گوینیا او سیرالیون کې عامه روغتیایي سیستم د سقوط سره مخامخ دی. اقتصادي وده خورا ورو شوی ده. که د دغه افت مخه ونه نیول شي، کیدای شي دغه ناروغي په ټوله سیمه کې یو بشري غمیزه رامنځ ته کړي. په داسې یو عصر کې چې کیدای شي یو سیمه ییز کړکیچ په بیړه یو نړیوال گواښ شي، د ایبولا مخنیوی د ټولې نړۍ په گټه دی."

ښاغلی اوباما وایي، هغو زړورو نارینو او ښځو چې ددغې ناروغۍ د مخنیوي په لومړۍ لیکه کې په مبارزه بوخت دي، مونږ ته یې وویل چې هغوی زیاتو بسترو، موادو او زیاتو روغتیایي کارکوونکو ته څومره ژر چې ممکن وي، اړتیا لري.

A local Liberian artist paints a mural forming part of the country's fight against the deadly Ebola virus by education in the city of Monrovia, Liberia, Sept. 23, 2014.
A local Liberian artist paints a mural forming part of the country's fight against the deadly Ebola virus by education in the city of Monrovia, Liberia, Sept. 23, 2014.

ښاغلی اوباما وایي تیره یې د ناروغیو د مخنیوي او کنترول د یو مرکز کتنه وکړه چې د خپل تاریخ په اوږدو کې یې په پراخ نړیوال غبرگون لاس پورې کړی دی. ښاغلی اوباما وایي نړۍ کولای شي پر امریکا د مشرتابه حساب وکړي چې مونږ به هغه امانات برابر کړو چې یواځې امریکا یې لري او نړۍ به په داسې توگه وهڅوو چې یواځې دا ډول هڅونه امریکا کولای شي.

هغه وایي " ما اعلان وکړ چې زمونږ د ملکي غبرگون ترڅنگ د امریکا متحده ایالات به په لایبریا کې د یوځي قواندانۍ یو مرکز جوړ کړي چې په ټوله سیمه کې د ملکي فعالیتونو ملاتړ وکړي. نن دغه مرکز فعال دی. زمونږ قوماندانان د مونرویا په سیمه کې دي او زمونږ ټیمونه څومره چې ممکن وي په چټکۍ سره کار کوي چې پرسونل، وسایل او مواد ولیږدوي."

ښاغلی اوباما وایي په دې ترڅ کې یواځې تیره اونۍ نورو هیوادونو او سازمانونو خپلې هڅې گړندۍ کړې او همداشان ملگرو ملتونو هم، " ښاغلی عمومي منشي د ایبولا په وړاندې د بیړني غبرگون لپاره د ملگرو ملتونو نوي ماموریت چې تاسې تیره اونۍ اعلان کړ هغه به د ملگرو ملتونو غبرگون ددې افت په وړادنې د مبارزې لپاره په کار واچوي، او مونږ ستاسې له مشرتابه څخه مننه کوو."

ښاغلي اوباما دا هم وویل چې سبا ته په واشنگټن ډي سي کې د ۴۴ هیوادونو د مشرانو کوربه دی چې زمونږ نړیوال روغتیایي امنیت پیاوړی کړو. او مونږ د هر هغه هیواد سره گډ کار وکړو چې همداشان تعهد ولري.

ښاغلی اوباما وایي " د ایبولا مخنیوی د امریکا د متحده ایالتونو لپاره یو لومریتوب دی. مونږ د مشرتابه چارو ته دوام ورکړو او خپله ونډه به ادا کړو. خو دا باید د نړۍ لپاره هم یو لومریتوب اوسي. د لایبریا، سیرالیون او گوینیا مشرانو، د لویدیځې افریقا خلکو او میړنیو روغتیایي کارکوونکو ته چې د ژوند ژغورنې لپاره ځغلي، غواړم پوه شم چې تاسې یواځې نه یاست. مونږ په بیړه کار کوو چې تاسو ته هغه مرسته برابره کړو چې ورته اړتیا لرئ. او مونږ به ونه دریږو، ځنډ به ونه کړو او تر هغه به آرام نه شو تر څود دغه افت مخه مو به بشپړه د تل لپاره نه وي نیولی. ډیره مننه."

XS
SM
MD
LG