د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما وایي د داعش ډله ماتیدای شي


د گلوپ د بنسټ یوه سروی ښي چې په امریکا کې یوازی دیرش فیصده امریکاییان د داعش په وړاندې د جمهور رئیس له ستزاتیژۍ څخه راضي دي.
د گلوپ د بنسټ یوه سروی ښي چې په امریکا کې یوازی دیرش فیصده امریکاییان د داعش په وړاندې د جمهور رئیس له ستزاتیژۍ څخه راضي دي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما ډاډ څرگند کړ چې د اسلامی دولت ډله ماتیدای شي. هغه زیاته کړه پدې باور دی چې د خپل ماموریت تر پایه به د داعش د له منځه وړلو لپاره د پام وړ پرمختگ وشي.

جمهور رئیس اوباما د ان پي آر ملي رادیویي چنیل سره د کال د پای د یوې مرکې په ترڅ کې داعش یو منحوس او کینه کښ سازمان وگاڼه خو زیاته یې کړه چې دا ډله هغه وخت متحده ایالاتو ته سخت تاوان پیښولای شي چې د امریکا خلک د خپل ژوند تگ لاره بدله او ارزښتونو ته شا کړي.

ښاغلي اوباما وویل "دا هم زمونږ دپاره مهمه ده چې د حالاتو سمه ارزونه وکړو. دا داسې یوه ډله نده چې متحده ایالات له منځه یوسي. دا یو لوي داسې صنعتي قوت ندی چې په بنسټیزه او سیستماتیکه توگه متحده ایالاتو ته لوي گواښ پیښ کړي. خو مونږ زیانمنولای شي، زمونږ خلک او زمونږ کورنۍ زیانمنولای شي نو پوهیږم چې خلک ولې اندېښمن دي."

دا په داسې حال کې دي چې د گلوپ د بنسټ یوه وروستی سروی ښي چې په هیواد کې یوازی دیرش فیصده امریکاییان د داعش په وړاندې د جمهور رئیس له ستزاتیژۍ څخه راضي دي.

شاو خوا یو کال مخکې جمهور رئیس اوباما په عراق او سوریی کې د تندلارو د له منځه وړلو دپاره د هوایی کمپاین اجازه ورکړه. له هغه وخت راهیسې د ائتلاف د ځواکونو الوتکو شاو خوا نهه زره هوایی بریدونه کړی دی او اوباما وایي داعش تر خپل کنترول لاندې څلویښت فیصده سیمې له لاسه ورکړې دي.

خو تندلاري اوس هم په عراق او سوریی دواړو کې مهم ښارونه په خپلې قبضې کې ساتلي دي. لدې کبله د متحده ایالاتو پر ځواب نیوکه کوی او پر جمهور رئیس اوباما غږ کوي چې امریکایی ځمکنۍ قواوی دی عراق او سوریې ته واستوي.

XS
SM
MD
LG