د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: ۲۰۱۱ کال د بدلون او پرمختګ کال و


اوباما: ۲۰۱۱ کال د بدلون او پرمختګ کال و
اوباما: ۲۰۱۱ کال د بدلون او پرمختګ کال و

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي چې هیله مند دی هیواد به یې په نوي کال کې خپل اقتصاد غېښتلی کړي او خلګو ته به نوي کارونه پیدا کړي. د سپینې ماڼۍ څخه د امریکا غږ خبریاله کینت کلاین ریپوټ راکوي چې ولسمشر په کانګرس کې د وروستۍ رای ګیرۍ له کبله خوښي څرګنده کړه چیري چې د کانګرس غړو د بې کارانو د امتیازاتو موده تمدید کړه.

د شنبې په ورځ د امریکا ولسمشر بارک اوباما خپل په اونیزې وینا کې وویل چې ۲۰۱۱ کال د بدلون او پرمختګ دپاره یو ښه کال و.

ښاغلي اوباما داسي وویل: ،،مونږ په دې کال کې یوه جګړه پای ته ورسوله او بلي ته مو هم نیټه وټاکله. مونږ القاعدې ته غټه ضربه ورکړه او امریکا مو لازیاته خوندي کړه. مونږ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خپلو ملګرو او متحدینو سره د ناورینونو او پاڅونونو پر وخت یوځای ودریدلو او اوس په داسي حال کې چې زیات شمیر امریکایان اوس هم غواړي چې خپل اقتصادي وضیعت جوړ کړي، په امریکا کې د اقتصادي وضیعت د ښه کیدو نښې نښانې ترسترګو کېږي،،.

ښاغلي اوباما دغه راز په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتانو هغه ګډه لاسته راوړنه وستایله چې په لړ کې یې د بې کارانو دپاره امتیازونه او د معاشونو د مالیاتو کموالی د دوو نورو میاشتو د پاره تمدید شو.

ښاغلي اوباما ددې کار کریډټ هغو امریکایانو ته ورکړ چې د کانګرس سره یې تماس ونیوی چې دغه لایحه تصویب کړي او دغه راز یې په پارلمان کې پر ټولو وکیلانو باندي غږ وکړ چې د جنورۍ په میاشت کې کله چې دوي بیرته کانګرس ته راستانه کېږي دغه لایحه دي د یوه کال دپاره تمدید کړي

ښاغلي اوباما داسي وویل: ،،زه د کانګرس نه تمه لرم چې دغه لایحه د یوه کال دپاره تمدید کړي. دا ډیره ښه خبره وه چې د کانګرس غړو دغه لایحه د میلیونونو امریکایانو دپاره د دوو میاشتو دپاره تمدید کړه خو دا کار هغه مهال وشو چې تاسو خپل آواز پورته کړ.،،

ښاغلي اوباما خپله بیانیه د هوايي د ایالت څخه چیري چې هغه او کورنۍ یې په رخصتۍ تللي دي ثبت کړه.

ښاغلي اوباما وویل چې په ۲۰۱۲ کال کې د هغه اساسي هدف به دا وي چې د امریکا اقتصادي نظام د منځنې طبقې امریکایانو دپاره مناسبه کړي او داسي ویل کېږي چې دغه موضوع به د هغه د ۲۰۱۴ کال د جمهوري ریاست د پاره د دویم ځلي انتخابیدو د کمپاین یوه مهمه موضوع وي.

ښاغلي اوباما داسي وویل: ،،د ولسمشر په ټوګه زه ستاسو سره ژمنه کوم چې امریکا په یوه داسي ځای باندي بدله کړم چیري چې د زحمت او مسولیت قدر وشي. یو داسي هیواد چې ټولو ته مساوایانه موقعې برابرې کړي او ټول خپل د برخې مسولیتونه ادا کړي. دا هغه امریکا ده چې زه باور پرې لرم.،،

په عین حال کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند نه بیا سناتور جاني اساکسن بیا وویل چې په ۲۰۱۲ کال کې به د هغه د ګوند لومړیتوب دا وي چې د کوچنیو کاروبارونو دپاره آسنانتیاوې برابرې کړي چې د خلګو دپاره وظیفې رامنځ ته کړي. نوموړي زیاته کړه چې جمهوري غوښتونکي به دا کار د کمو مقراراتو، لږو مالیاتو او کافي انرژۍ د برابرولو په مرسته وکړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د جمعې په ورځ د کانګرس هغه غوښتنه معطله کړه چې غوښتل یې د امریکا د پور اخیستنې کچه لوړه کړي.

ښاغلي اوباما دا کار ځکه وکړ چې د دواړو ګوندونو استاځي که کوم انتقاد ولري ولري نو کافي وخت ورته موجود وي چې خپل انتقاد په ډاګه کړي.

ویل کېږي چې په پور کې د پیشنهاد شوی ۱،۲ ټریلیونه ډالرو لایحه ښايي د انتقادونو برسیره تصویب شي.

XS
SM
MD
LG