د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په اړه د جمهور رئیس اوباما اعلان او ستاسو نظر


د افغانستان په اړه د جمهور رئیس اوباما اعلان او ستاسو نظر
د افغانستان په اړه د جمهور رئیس اوباما اعلان او ستاسو نظر

‎جمهور رئیس اوباما اعلان وکړ چې د راتلونکي کال تر پایه پورې به ۳۳ زره امریکايي‌ عسکر له افغانستان څخه وځي‫.‬
‎ښاغلي اوباما وویل، تر ۲۰۱۴م کال‌ پورې به د انتقال پروسه پای ته ورسیږي. او افغانان به خپل د امنیت په خپل لاس کې واخلي.
‎ښاغلي اوباما وویل، پوهیږي چې په افغانستان کې له سیاسي جوړ جاړي پرته جګړه پای ته نه رسیږي. جمهور رئیس اوباما د افغانانو په مشرئ د روغې جوړې د بهیر ملاتړ وکړ چې له هغو طالبانو سره خبرې وکړي چې غواړي له القاعدې سره خپلې اړیکې پرې کړي، تشدد پریږدي او د افغانستان اساسي قانون ومني.

ستاسو نظر څه دی؟ لاندې یې ولیکئ چې موږ یې په خپلو پروګرامونو کې خپور کړو.‌ د خپل نوم او ځای لیکل مه هیروئ.

XS
SM
MD
LG