د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د افغانستان لپاره د نوي ټاکل شوي ټیم سره وکتل


اوباما د افغانستان لپاره د نوي ټاکل شوي ټیم سره وکتل
اوباما د افغانستان لپاره د نوي ټاکل شوي ټیم سره وکتل

په داسې حال کې چې د امریکا اردو له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د تدریجې ایستلو نیټې ته نژدې کیږي، د امریکا جمهور رئیس براک اوباما د سه شنبې په ورځ د خپل نوي دفاع وزیر او د افغانستان لپاره د نوي ټاکل شوي ټیم سره وکتل. بلخوا په افغانستان کې افغانان د خپل امنیت د نیولو لپاره تیاری نیسي.

له افغانستان څخه د امریکایي اضافي ځواکونو د تدریجي ایستلو د پلان په درشل کې افغانان د امنیتي مسولیتونو د ترلاسه کولو لپاره تیاری نیسي.

د هلمند د گرمسیر ولسوالۍ په لکړۍ کې سیمه ایز وگړي غواړي خپل امنیت پخپله وساتي.

د امریکا د اردو عسکر د سیمې له خلکو سره په داسې حال کې خبرې کوي چې طالب جنګیالي له سیمې څخه په شا تمبول شوي خو امنیت اوس هم هلته عمده مسله ده.

هلمند د افغانستان له اوو سیمو څخه دی چې له ناتو څخه به د امنیتي مسولیتونو مشري په غاړه واخلي. د امریکا د اردو منصبدار تورن اندریو ګورګومیس د سیمې د امینت په اړه وایي:

"هغه څه چې مونږ په سیمه کې لیدلي هغه امنیت دی چې ډیر ژر په ښه کیدو دی، او اوس مونږ یواځې هڅه کوو چې د ثبات لپاره نورې چارې ترسره کړو. مونږ د تاسیساتو جوړول پیل کوو، د پولیسو موجوده قواوی روزو، نو زه کومه ستونزه نه وینم. دا هغه څه دي چې مونږ یې تل پلان کوو او په هغه لور پرمخ ځو"

همداشان سیمه ایزه ټاکل شوې جرګه هم د انتقال له پروسې سره مرسته کوي. د شورا یو غړی حاجي امیرشاه جان وایي:

"په داسې حال کې چې سیمې ته نورې مرستې په رسیدو دي یوه عمده پروژه داده چې د افغان ملي پولیسو او ملي امنیتي قواو د اډې لپاره یوه دایمي ودانۍ جوړه شي. په لکړۍ کې یوه بله نوی پروژه د سیمه ایز کلینیک جوړول دي. خو ډاکتر محمد حبیب د درملو د کمبود په اړه اندیښنه لري".

د انتقال پروسه د امریکایي ځواکونو د تدریجي کمولو سره جوخت پرمخ ځي. د پروسه به په دوه زره څوارلسم کې بشپړه شي. کارپوهان وایي په داسې حال کې چې یوه لسیزه د جګړې له پیل څخه تیریږي، د یوې ښه راتلونکې د رامنځ ته کیدو ضمانت نه شي کیدای.

XS
SM
MD
LG