د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: تر ټولو اوږده جګړه مو په مسؤلانه ډول پاې ته ورسېده


ولسمشر اوباما وايي د طالبانو او القاعدې د ځپلو له کبله اوس امریکایان خوندي دي
ولسمشر اوباما وايي د طالبانو او القاعدې د ځپلو له کبله اوس امریکایان خوندي دي

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر٬ باراک اوباما د یکشنې په مازدیګر په یوه لیکلي پېغام کې خپل ولس ته په افغانستان کې د جګړه ییز د ماموریت د پاې ته رسیدو مبارکي ورکړه.

ولسمشر اوباما ويلي چې تر ۱۳ کلونو اوږدې جګړې وروسته٬ امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د القاعدې خلاف جګړه په سمه توګه پر مخ بېولې او جګړه ایز ماموریت په مسؤلانه توګه پاې ته رسوي.

ولسمشر اوباما وویل «نن مونږ د خپلو ځواکونو او استخباراتي پرسونل څخه مننه کوو چې په دوامداره توګه یې د سپتمبر د ۱۱ مې نېټې د ترهګرو پرضد مبارزه وکړه، د القاعدې مشرتابه یې له مینځه یوړی، اسامه بن لادن سره یې عدلي چلند وکړ، د تروریستي پېښو مخنیوی یې وکړ او د بې شمیره آمریکایانو ژوند یې وژغوری».

د افغانستان په جګړه کې څه باندې ۲۲۰۰ امریکايي پوځیان وژل شوې او په زرګونه نور ټپیان شول. په جګړه کې په زرګونو افغانان هم وژل شوي او ټپیان شوي هم دي.

ولسمشر اوباما ویلي د همدغو قربانېو له کبله «مونږ لازیات خوندي یوو او هېواد مو لازیات خوندي دی. په عین حال کې زمونږ زړوړ پوځ په افغانستان کې زمونږ ډیپلوماتیکي پرسونل او زموږ د ناټو او ایتلاف ملګرو د افغانانو سره هم مرسته وکړه چې خپل د امنیت مسولیت په خپله غاړه واخلي، تاریخي انتخابات ترسره کړي او د لومړي ځل دپاره په خپل هېواد کې واک په سوله ایز او ډیموکراتیکه توګه د یوه مشر څخه بل مشرته انتقال کړي».

مالي لګښتونه

د انساني زیان سربېره، متحدو ایالاتو د افغانستان په جګړه کې٬ د ځینو نارسمي شمېرو پر بنسټ٬ شاوخوا یو تریلیون ډالره لګولي. امریکا څه باندې ۱۲۰ میلیارده ډالره د افغانستان پر بېا رغونې لګولي.

خو د انساني زیانونو او مالي لګښتونو سربیره٬ د ولسمشر اوباما په خبره٬ افغانستان اوس هم یو سوله ایز هېواد ندی.

ولسمشر اوباما وویلي «افغانستان اوس هم یوه خطرناکه سیمه ده. عام افغانان او افغان ملي امنیتي ځواکونو اوس هم د خپل هېواد ددفاع په خاطر بې حده زیاتې قربانۍ ورکوي. د افغانستان د حکومت په بلنه، او زمونږ د لاسته راوړنو د حفظ په موخه به مونږ د خپلو متحدینو سره یوځای محدود شمیر ځواکونه په افغانستان کې پرېږدو چې افغان ملي امنیتي ځواکونو ورزوي، تجهیز یې کړي او مرسته ورسره وکړي او دغه راز د القاعدې د پاتو کړیو پرضد د ترهګرۍ ضد عملیات ترسره کړي».

امریکايي ولسمشر ویلي چې افغانستان به یوازې نه پرېږدې او لدغه هېواد سره به امریکايي مرستې او خواخوږې دوام ومومي.

امریکا او اروپايي متحدینو یې ژمنه کړې چې په راتلونکو څو کلونو کې به له افغانستان سره هر کال څه باندې پنځه میلیارده ډالره مرسته کوي چې پرې خپل امنیتي ځواکونه سمبال کړي او نورې پرمختېايي چارې ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG