د لاس رسي وړ اتصالات

د آسیایي هیوادونو ته د اوباما سفر نن پای ته ورسید


د آسیایي هیوادونو ته د اوباما سفر نن پای ته ورسید
د آسیایي هیوادونو ته د اوباما سفر نن پای ته ورسید

دامرېکا جمهوررئېس نن د شنبی په ورځ داسېا له نهه ورځنی سفر نه وروسته کورته راروان دی. هغه دا سفر له هوايی نه پېل کړی و.

هغه په دې سفر کې استرالېا او داندونېزېا بالی ته د اسېن دهېوادونو سرمشرېزی غونډی ته ولاړ او ددغو هېوادونو له مشرانو سره ېې وکتل.

مخکی له دېنه چې اوباما کورته راستون شی هغه د چېن له صدراعظم وېن جېاباو سره ملاقات وکړ او په اقتصادی مساېلو ېې ورسره بحث وکړ.

سپېنه ماڼی وايی چی ښاغلی اوباما په دې ټېنګار وکړ چې چېن د ېن په بېه او ارزښت کې دنړی له نورو پولي واحدونو سره برابرښت راولی. واشنګټن فکر کوی چې د چېن پولې واحد له خپل ارزښت نه ډېر کم ښودل شوېدی.

دامریکا جمهوررئیس پرون دجمعې په ورځ دآسیا دهغو مشرانو سره خبری وکړی چې داندونیزیا دبالی په ټاپوکې دختیځی آسیا په عالې غونډه کې ګډون کوی.

اولنی دوه اړخیز مجلس ښاغلې اوباما دهند له صدراعظم من موهن سنګه سره وکړ. ښاغلې اوباما وویل، دغه دواړه هیوادونه دسمندری چارو په امنیت ، داتمی وسلو دنه خپریدلو، دهمکاری دزیاتولو او دبشری مرستو په برخه کې له یو بل سره همکاری کولی شی.

دامریکا جمهورریئس داندونیزیا دمشر سره هم ملاقات وکړ. ښاغلې اوباما وویل، دواړو مشرانو په یوشمیر اقداتاتو باندی موافقه وکړه چې پدی کې دهمکاری زیاتول،روزنه او داندونیزیا دپوځ سره مرسته کوی چې عصری شی.

کله چې ښاغلی اوباما هلته ورسیده نو هغه ددی څارنه وکړه چې دجیټ بوینګ الوتکیو یوه غټه معامله داندونیزیا دکورنی هوائې شرکت (لائن ایر) سره لاس لیک کړی. په دغه معامله کې (٧٣٧ ) ډوله دوه سوه دیرش بوینګ الوتکی شاملی دی . ددوی قیمت (٢٢ ) بیلونه ته رسیږی چې اندونیزیا ئې اخلی.دبوینګ الوتکو په تاریخ کې دا ترټوله غټه تجارتی معامله ده چې سرته ورسیده .

دامریکا مشر وویل، امریکا اواندونیزیا هم غواړی چې دشپږسوه میلونو یوه موافقع لاس لیک کړی چې په اندونیزیاکې د دوامداره پرمختګ، عامی روغتیا او دعامه خدمتونو په ښه کولو کې مرسته وکړی.

ښاغلی اوباما مخکې لدی نه چې دختیځی آسیا دعالې غونډې په ماښامنی کې برخه واخلی دفیلیپن او ملزیا دمشرانو هم سره لیدنه کتنه وکړه .

په اندونیزیا کې دتم کیدو په وخت کې به ښاغلې اوباما داندونیزیا په یوه تفریحی ټاپو کې دآسین هیوادونو له هغو مشرانو سره ملاقات وکړی چې هغوی پخپلو سرحدی شخړو کې له چین سره دامریکا مینځګړیتوب غواړی

XS
SM
MD
LG