د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما او کیمرون د افغانستان په اړه یوه خوله دي


د امریکا جمهور رییس براک اوباما او د برتانیې صدر اعظم ډیوډ کیمرون پرون د سه شبنې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د افغانستان په شمول په زیاتو موضوعاتو باندې هر اړخیزې خبرې وکړې.

د سپینې ماڼې نه د امریکا غږ خبریال ډان رابنسن پخپل رپوټ کې وایي چې دواړو مشرانو پدغه ملاقات کې خپلې شخصي اړیکې نورې هم غښتلې کړیدي.

ښاغلی کیمرون د برتانې دوهم صدر اعظم دی چې د امریکا جمهور رییس براک اوباما ورسره په ګډه کار کوي. د دې ملاقات نه وړاندې د برتانې صدر اعظم ډیوډ کیمرون ویلي ؤ چې د امریکا او برتانیې انډیوالي په تاریخي او یا هم په سرسري وفادارۍ باندې نده بلکه دغه انډیوالي په ملي ګټو باندې ولاړه ده.

د امریکا او برتانې د انډیوالۍ ستره ازموینه په افغانستان کې ده، برتانې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې سره په جګړې کې د اوږې ورکولو لپاره خپل نهه زره عسکر دغه هیواد ته استولي دي.

سره لدې چې ښاغلي کیمرون تیره میاشت ویلي ؤ چې په 2015 میلادي کال کې به د افغانستان نه برتانوي عسکر وباسي خو جمهور رییس اوباما وایي چې دواړه د افغانستان په تګلارې باندې یوه خوله دي.

" زمونږ تګلاره یا ستراتيژي سمه ده او مونږ به د طالبانو زور او قوت ماتوو. مونږ به د افغانستان د حکومت وړتیا تر هغې اندازې لوړه کاندو چې هغوي پخپله په راتلونکې کې د هیواد امنیت ساتنې چارې په غاړه واخلي. او همدارنګه به د پاکستان په شمول د سیمې د هیوادونو سره به هم د همکارۍ لمنه پراخه کړو."

د سپینې ماڼۍ په مطبوعاتي کنفرانس کې د جمهور رییس اوباما په هغې پریکړې باندې بحث ونشو چې ویلي یې دي د راتلونکي کال د جولای په میاشت کې به د افغانستان نه د امریکایي عسکرو راوتل پیل شي.اوباما پدې ټینګار کړیدی چې د عسکرو د شمار کمیدل به د افغانستان وضعې ته په کتو سره وي.

د برتانې صدر اعظم پخپل وار سره وویل چې د جمهور رییس اوباما سره یې په افغانستان کې د سږني کال د پرمختګ ارزونه وکړه او د امنیتي چارو د مسؤلیت د اخیستلو لپاره یې د افغانستان د امنیتي قواوو د چمتو کولو لپاره یې پخپلو ژمنو ټینګار وکړ. خو ډیوډ کیمرون ددې سربیره په افغانستان کې د سیاسي تګلارې په اهمیت باندې ټینګار وکړ.

" بغاوت ته یوازې په نظامي لارو چارو باندې ماتې نه ورکول کیږي نو باید چې یوه سیاسي روغه جوړه هم په لاره واچول شي. که چیرته هغه کسان چې اوس یې وسله پورته کړیده، د تاوتریخوالي نه لاس واخلي، د القاعده د شبکې سره خپلې اړیکې وشلوي او د افغانستان د اساسي قانون بنیادي اصول ومني نو دغه کسان به په یوه سوله ایز افغانستان کې ښه راتلونکې لرلی شي. "

په عین حال کې جمهور رییس اوباما د کابل د نړیوال کنفرانس په اړه ویلي دي چې دغه کنفران په افغانستان کې د پرمختګ په لور یو بل ګام دی.

"‍ د کابل د نړیوال کنفرانس نه دا څرګندیږي چې د امریکا په شمول نړیواله ټولنه د افغانستان ملاتړ کوي. د امریکا متحده ایالات به د افغانستان د خلکو لپاره د امنیت راوستلو او پرمختګ په هلو ځلو کې د اوږدې مودې لپاره خپلې انډیوالۍ ته ادامه ورکوي. "

د کابل په کنفرانس کې د بسپنه ورکوونو هیوادونو او ټولنو استازو د جمهور رییس حامد کرزي هغه غوښتنه ومنله چې لږ تر لږه په راتلونکو دوه کالونو کې باید چې پنځوس په سلو کې نړیوالې مرستې د افغانستان د حکومت لخوا ولګول شي.

د یو د پاسه دوه زرم میلادي کال نه تر اوسه پورې په افغانستان کې د څلویښتو میلیاردو ډالرو نه زیاتې پیسې مصرف شویدي. زیات شمیر حکومتونه د افغانستان حکومت ته مرسته شوې پیسې د اداري فساد په خاطر نه ورکوي.

څیړونکي اوس هم شک لري چې افغانستان به پدې وتوانیږي چې اداري فساد له منځه یوسي.

XS
SM
MD
LG