د لاس رسي وړ اتصالات

برتانوي او امریکايي مشران په افغانستان غږیږي


سپینه ماڼۍ وایی کله چی د برتانیی صدراعظم دوید کیمرون واشنگټن ته نن راشی نو د افغانستان موضؤع به د خبرو د اجندا په سر کی وی .

د سپینی ماڼۍ نطاق رابرت گیبس پرون وویل چی ښاغلئ کیمرون او جمهور ریس اوباما به د هغو موضؤعاتو په اړه خبری وکړی چی تیره میاشت یی د شلو صنعتي ملکونو په غونډه کی مطرح کړی وو او افغانستان به د ټولو موضؤعاتو په سر کی وی.

کیمرون وویل چی غواړی برتانوی عسکر د افغانستان نه تر کال ٢٠١٥ پوری ووځی.

جمهور ریس اوباما ویلی چی د ٢٠١١ م کال د جولای په میاشت کی به د افغانستان نه د امریکایی عسکرو وتل پیل شی.

خو هغه په دی ټینگار کوی چی دا پروسه به په کراره ترسره کیږی.

دواړه دغه مشران وایی چی غواړی د افغانستان حکومت ته وخت ورکړی چی خپلی امنیتی قواووی وروزی.

سپینی ماڼۍ دا هم ویلی چی د هغوی په خبرو کی د لاکربی د بم چونکی په خالاصولو کی د بی پی د کمپنی د لاس لرو د تور موضؤُع به هم مطرح شی.

XS
SM
MD
LG