د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس بارک اوباما اروپا ته ځي


جمهور رئیس اوباما لمړی یونان او بیا برلین ته ځي
جمهور رئیس اوباما لمړی یونان او بیا برلین ته ځي

جمهور رئیس بارک اوباما د دوشنبې (نومبر۱۴) په ورځ د جمهور رئیس په توګه خپل وروستی بهرنی سفر پیل کړ. مشاورین یي پدې هیله دي چې د سفر په ترڅ کې به يي د نورو رهبرانو سره د منتخب جمهور رئیس دونالدټرمپ په اړه خبرې محوري بحث جوړ کړي.

د ملي امنیت د سلاکار معاون بین رودز وویل په یونان، جرمني او پیرو کې د جمهور رئیس تم کیدل د دغو هیوادونو سره د نژدې همکارۍ لپاره همغږي څرګندول دي او داسی ملاتړ به څرګند کړي چې د یوې ځواکمنې، مدغمې او متحدې اروپا حمایت وکړي.

د چهارشنبې (نومبر۱۶) په ورځ يي په یونان کې لویه وینا ده چې پر هغو اقتصادي هڅو به وغږیږي چې هغه هیواد او نور هیوادونه ورسره لاس و ګریوان دي. ترڅنګ يي پر ټولیز پرمختګ او د مساواتو پر ساتنې ټينګار وکړي.

تیرکال هم په آتن کې د حکومت په پلوۍ او ضد سختې مظاهرې شوې وې
تیرکال هم په آتن کې د حکومت په پلوۍ او ضد سختې مظاهرې شوې وې

یونان پدې هیله دی چې د سه شنبې (نومبر۱۵) د امریکا د جمهور رئیس بارک اوباما په ورتلو به پر هغو پور ورکوونکوهیوادونو د پور بخښنې فشار زیات شی چې ددی هیواد د کلونو اقتصادي بحران له امله يي ورسره کمک کړې و.

متحده ایالاتو او د پيسو نړیوال مالي صندوق د یونان د فلج کوونکي پور مقدار په بیاکتنې ټینګار کړې، خو د اروپایي اتحادیې او په ځانګړې توګه د جرمني د سخت مقاومت سره مخامخ شو. پدې کار سره کیدی شي د جرمني بانکونه سخت زیان وویني.

جمهور رئیس اوباما، اروپا ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې چې د جنوري په میاشت کې خپل ځای ناستي دونالدټرمپ ته قدرت سپاري، په آتن کې به د صدراعظم الکس سیپراس سره د پورونو او د اروپا په وچه کې د مهاجرینو په بحران خبرې وکړي. داسی ویل شوي چې د هغه د سفر سره به د کیڼ اړخو ډلو او تجارتي اتحادیو چې امریکا ته د امپریالیستي قدرت په نظر ګوري، لخوا مظاهرې هم وشي.

د یونان یو حکومتي ویاند وویل چې کیدی شي جمهور رئیس اوباما به غواړي چې خپله اته کلنه دوره د خپلې بهرنۍ او اقتصادي پالیسو د جنجالونو په حل پای ته ورسوي.

راپورنه ورکړل شوي چې د کارګرو اتحادیو د ښاغلي اوباما د سفر په ترڅ کې په سوریه کې د امریکا د پالیسۍ، په یونان کې د امریکا د پخوانیو اقداماتو او د خپل حکومت چې کیڼ خیاله سیاسیون يي رهبري کوي، د سختو قوانیونو وضع کیدو پرضد مظاهرې وکړي.

پولیسو د جمهور رئیس اوباما د سفر په وخت کې د مرکزي آتن په شمول په ډیرو ځایونو کې عام غوڼډیدل منع کړي دي. خو هغه ساحه یي آزاده پریښې چې معمولا هر وخت پکې مظاهره چیان راټولیږي. مظاهره کوونکي پلان لري چې د لاریون په وخت د امریکا د سفارت پر لور لاړ شي.

ښاغلی اوباما به په آتن کې د دوه ورځې تم کیدو وروسته، برلین ته لاړ شي. په ۱۹۹۹ کال کې د بیل کلنټن نه وروسته دا لمړنی برحال امریکايي جمهور رئیس دی چې د یونان نه لیدنه کوي.

یونان د اروپایي اتحاد نه د پور په بدل کې د ډيرو اصلاحاتو راوستو ژمنه کړې ده
یونان د اروپایي اتحاد نه د پور په بدل کې د ډيرو اصلاحاتو راوستو ژمنه کړې ده

یونان د نورو اروپایي هیوادونو په څیر لاهم پدې باره کې چپ دی چې د منتخب جمهور رئیس دونالدټرمپ په مشرۍ د متحده ایالاتو سره څه ډول اړیکې ولري.

د جرمني صدراعظمه انګیلا میرکل به د پنجشنبې (نومبر۱۷) په ورځ د جمهور رئیس أوباما کوربنه وي.

داسی توقع کیږي چې د بریتانیې، فرانسې، ایټالیې او اشپانیې مشران د جمعې (نومبر۱۸) په ورځ په برلین کې غوڼډه وکړي او د داعش د ډلې پر ځپلو، د مهاجرت، د اوکراین وضعیت او د امریکا د تیرې اونۍ پر ټاکنو خبرې وکړي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG