د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د دویم ځلي لوړې په ترڅ کې په سلګونو زرو امریکایانو ته وینا وکړه


په واشنګټن کې امریکایان د بارک اوباما د ولسمشرۍ د دوهمې دورې د لوړې د مراسمو د لمانځلو لپاره راټول شوي وو. د امریکا ولسمشر، بارک اوباما د امریکا د سترې محکمې د قاضي القضات مخې ته د ولسمشرۍ د دوهمې دورې لوړه وکړه. ،،زه بارک حسین اوباما، د زړه له کومې قسم کوم.،،.....

زیات شمیر خلګ د سباوون نه مخکي -- د کانګرس د ماڼۍ مخې ته په لوي میدانۍ کې راټول شوي وو. په دغه سیمې کې د اتو لکو په شاووخوا کې خلګ راټول شوي وو چې د ولسمشرۍ د لوړې مراسم وګوري.

ولسمشر اوباما خپله ورځ د خپلې کورنۍ سره یوځاي سپینې مانۍ ته نږدې یوې کلیسا ته په تګ سره پیل کړه. ورسته ولسمشر اوباما د کانګریس مانۍ ته لاړ چیرې چې یو شمیر ډیر چارواکي او میلمانه راټول شوي وو.

د لوړې نه ورسته د امریکا ولسمشر بارک اوباما خپله وینا وکړه چې نولس دقیقې وخت یې ونیوی. د خپلې وینا په ترڅ کې هغه په امریکایانو ږغ وکړ چې خپل سیاسي اختلافات یوې خوا ته پریږدې او په ګډه دي د امریکا د مشکلاتو د حلولو لپاره کار وکړي. ،، موږ نه شو کولای چې مطلق العناني د خپلو اصولو سره سهوه وکړو، یا هم نمایشي کارونه د سیاست سره عوض کړو او یا هم په یو بل باندې شخصي نیوکو ته د معقوله بحث په توګه وګورو. موږ باید اقدام وکړو. موږ باید اقدام وکړو، [خو] په دې باید پوه سو چې زموږ کار بشپړ نه دی.،،

بارک اوباما د ۲۰۱۲ کال کې د انتخاباتي مبارزو په یو څو موضوعاتو باندې بیا تاکید وکړ. په دغو موضوعاتو کې د منځني طبقې تقویه کول او د عایداتو په برخې کې د غیرمساویانه ویش کمول شامل وو.،، زموږ خلګو لپاره دا ضروري ده چې په دې وپوهیږو چې کله د یو محدود شمیر کسانو کاروبار ښه وي او ډیر شمیر نور بیا د دې وس و نه لري چې خپل ځانونه وچلوي، موږ بریالي کیدای نه شو. موږ باور لرو چې د امریکا سوکالي باید چې د منځنۍ طبقې په سوکالۍ کې وي.،،

ولسمشر د ټولنیزو پروګرامونو ، تکنالوجۍ او د انرژۍ د متبادلو منابعیو په اړه خپلې ژمنې بیا تازه کړي. هغه وویل چې امریکا دې ته اړتیا لري چې د اقلیم د بدلون د ګواښونو سره د مبارزې لپاره کار وکړي.

اوباما وویل چې امریکا به په نړیواله کچه د یو قوي ایتلاف د جوړولو لپاره د مشر په توګه پاته شي او د ډیموکراسۍ په غېښتلي کولو کې بهمرسته وکړي. ،،موږ به د آسیا نه نیولې تر افریقا پوري ، د امریکا نه نیولي بیا تر منځني ختیځ پوري د ولسواکۍ نه ملاټر وکړو، دا ځکه چې زموږ منافع او وجدان موږ دې ته هڅوي چې د هغه چا د طرفداري پخاطر اقدام وکړو چې آزادي غواړي.،،

د یادونې وړ ده چې مخکې له دې نه چې اوباما د کانګرس مانۍ ته ولاړشي او د لوړې رسمي مراسم پیل شي. هغه د خپل ټویټر د حساب د لارې یو پيغام لیکلی وو چې پکښې ویل شوي و: ،،زه په دې ویاړم او منندویه یم چې موږ د دې چانس لرو چې هغه څه چې مو پیل کړي دي ختم یې کړو. نن، زموږ کار پيلیږي، راځي چې پیل یې کړو.،،

د ویناوالو له جملې نه چې د لوړې په مراسمو کې یې خبرې وکړي د تنیسي د ایالت سناتور لامر اکساندر و. هغه وویل چې د ولسمشرۍ د لوړې مراسم د قدرت د سوله اېز انتقال استازیتوب کوي چې دا ښايي د امریکا د دیموکراسۍ ترټولو -- تل پاته سمبول وي. ،،څومره د پام وړ خبره ده چې دغه دود تر اوسه پوری پاته دی په داسي یو مختلط هیواد کې چې د دومره قدرت خبره وې –دا مسله د مشرانو د ټاکلو لپاره زموږ د رای ورکولو د حق او د رایوو پایلو ته د درناوي استاځیتوب کوي.،،

اوباما د دوشنبې په ورځ، د انجیل په دوو تاریخي نسخوو باندې قسم وخوړی. د انجیل یوه نسخه د نولسمې پیړۍ ده او د امریکا د پخواني ولسمشر ابراهیم لینکن د انجیل نسخه وه او د انجیل دوهمه نسخه بیا د مارټین لوتر کینګ وه چې په ۱۹۶۸ کال کې ووژل شو. ډاکټر کینګ د امریکا د مدني حقوقو یو ستر مبارز ګڼل کېږي او په همدغه دلیل د جنورۍ ۲۱ نېټه چې د ښاغلي مارتین لوټر کینګ د زوکړې ورځ ده، په امریکا کې فیدرالي رخصتي وي.
XS
SM
MD
LG