د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د چارشنبې په ورځ د داعش ضد تګلاره اعلانوي


د امریکا ولسمشر بارک اوباما وایي د اسلامي دولت د ډلې سره د مبارزې په خاطر به ډیر ژر خپل پلان څرګند کړي.

د یو امریکایي تلویزیون سره په مرکې کې ښاغلي اوباما وویل چې په همدې روانې اونۍ کې به د امریکا ولس ته په وینا کې د اسلامي دولت د ډلې سره د مبارزې د اړتیا په باره کې خپل پلان څرګند کړي.

ښاغلي اوباما د NBC ټلویزیون سره په مرکې کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه، وویل چې د اسلامي دولت د ډلې سره په مبارزې کې به امریکا په یوازې ځان عمل ونکړي بلکه د نړیوال ائتلاف سره به په ګډه د عراق او کردي ځواکونو سره د ملاتړ په خاطر په هغوي هوایي بریدونه کوي.

هغه وویل " مونږ به نه یوازې دا چې د هغوي پر مختګ پڅ کړو بلکې په سیستماتیک ډول به یې له پښو وغورځوو. هغه سیمې به پرې تنګې کړو چې د هغوي تر کنترول لاندې دي او بالاخره به ورته ماتې ورکړو. "

ښاغلي اوباما وویل چې د خپل پلان په باره کې به لومړی د کانګریس د مشرانو سره وګوري او د چارشنبې په ورځ به بیا د امریکا ولس ته مخامخ خبرې وکړي تر څو هغوي د اسلامي دولت د خطراتو په اړه پوه شي او دا چې امریکا ددغو خطرونو سره څه ډول مبارزه کوي.

ښاغلي اوباما دا خبره تکرار کړه چې د اسلامي دولت (داعش) ډله اوس مهال امریکا ته کوم خطر نه پیښوي خو که چیرته دا ډله پرېښودل شي چې نورې سیمې هم ونیسي، امکانات پیدا کړي او نور جنګیالي جذب کړي نو ښایي چې د وخت په تیریدو سره به جدي خطرونه پیدا کړي.

ښاغلي اوباما دا خبره واضح کړه چې د چارشنبې په ورځ پخپلې وینا کې به دا اعلان ونکړي چې ګواکې امریکا به یو ځل بیا عراق ته ځمکني ځواکونه واستوي.

د هغه د وینا نه یوه ورځ وروسته په امریکا کې د سپټمبر د میاشتې د ١١ مې نیټې د تروریستي بریدونو دیارلسمه کالیزه ده.

ښاغلي اوباما وویل "د سیمې ټولې تروریستي ډلې په اتوماتیک ډول مونږ ته داسې خطر نه پیښوي چې د هغوي په خلاف غټ عملیات وکړو. زمونږ هدف دا باید نه وي چې مونږ کولای شو هر هغه هیواد قبضه کړو چې هلته تروریستي ډلې وي."

په ولسمشر بارک اوباما وروسته له هغه انتقادونه زیات شول کله چې هغه د اګست د میاشتې په ٢٨ مې نیټې په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې په سوریې کې د اسلامي دولت د جګړه مارې ډلې سره د مبارزې په خاطر هیڅ کومه تګلاره نلري او د پوځي مشرانو نه یې غوښتي دي چې بیلا بیلې لارې چارې ورته معرفي کړي.

XS
SM
MD
LG