د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د جاپاني یرغمل وژل وغندل


د امریکا جمهوررئیس براک اوباما د یوه جاپاني یرغمل « وحشیانه قتل» چې د اسلامي دولت د ډلی یاغیانو تښتولی و، سخت غندلی او هوډ یې وکړ چې واشنگټن او متحدان به یې دغه جنایت کاران عدالت ته را کش کړي.

ښاغلي اوباما دا وینا پرون د شنبې په ورځ څو ساعته وروسته له هغه وکړه چې په یوه ویډیو کې وښودل شول چې یوه جاپاني یرغمل ـ ژورنالیست

( کینجي گوتو) هغه عکسونه په لاس کې نیولي دي چې په کې ښکاري چې د یوه بل جاپاني یرغمل ( هارونا یوکاوا) سر غوڅ شوی دی.

د اسلامي دولت ډلي چې اوس یې د عراق او سوریې دریمه برخه نیولې ده د سه شنبې په ورځ گواښ وکړ چې که ٢٠٠ملیون ډالره ور ونه رسیږي نو دغه دواړه برمته شوي جاپانیان به په ٧٢ ساعتونو کې ووژني.

په ویډیو کې یو آواز چې داسي ښودل کیږي چې د ( گوتو) آواز دی، اوریدل کیږي چې په انگریزي خبري کوي او مستقیما د جاپان صدراعظم شینزو ابي مخاطب کوي او په دې یې غندي چې هغه د ( یوکاوا) د قتل مسئول دی.

هغه وایي چې مبارزین نور د پیسو غوښتونکي نه دي بلکي غواړي چې

( ساجده الرشاوي ) دې چې په اردن کې بندي او د ځانمرگه حملې ته یې ځان تیار کړی و، آزاده شي.

XS
SM
MD
LG