د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیتي سند نه امضا کول د ولسمشر اوباما په ګټه ده


د ریپوټونو له مخي د امریکا او د ناټو قوماندان په افغانستان کي پر هغو پلانونو کار کوي چې په ۲۰۱۵ کال کي په افغانستان کي د ناټو ماموریت وټاکي چي موخه به یې د افغان ملي امنیتي ځواکونو ښوونه او روزنه وي خو ددغو ځواکونو شمیره به دومره محدوده وي چي که چیري افغان حکومت د امریکا سره امنیتي تړون لاس نکړي چي په ترڅ کي به یې د ناټو د ځواکونو د حضور څرنګوالی په ډاګه شي، نو د افغانستان څخه به یې وتل آسانه وي.

ولسمشر حامد کرزی وايي چې امنیتي موافقه به لاس لیک نکړي سره له دې چي دغه موافقه د لویې جرګې له خوا تایید سوه. امریکا خبرداری ورکړی دی چي که چیري دغه سند د روان کال ترپایه پوري لاس لیک نسي نو د افغانستان څخه به ټول امریکايي ځواکونو ووځي.

ولسمشر کرزی وايي چې د امنیتي تړون د هغو مادو سره مخالفت لري چې ناټو ځواکونو ته د شپې د خوا د عملیاتو اجازه ورکوي او وايي چې د طالبانو سره دي په عملي او رېښتني ډول د مزکراتو په پيل کي امریکا مرسته وکړي. ولسمشر کرزي دا هم ویلي دي چي سند دي د افغانستان راتلونکی ولسمشر لاس لیک کړي ځکه عواقب به یې هم په هغه پوري اړه ولري.

د ولسمشر اوباما خبرداری


امریکايي چارواکي وايي چې دوي تمه نلري چې امنیتي سند دي د اپریل د پنځمې نیټې د ټولټاکنو مخکي لاس لیک شي خو ولسمشر اوباما د یوه ټلفوني تماس په لړ کي ولسمشر کرزي ته خبرداری ورکړ چي هرڅومره چي د امنیتي تړون په لاس لیکولو کي ځنډ وسي هغومره به یې موثریت کم سي. ښاغلي اوباما داسي وویل:،، مونږ به د امنیتي تړون د لاس لیکیولو مسله د کال تر وروستیو برخو پوري معطله کړو خو څومره چي دا مسله وځنډېږي هغومره به د امریکا دپاره ستونزمنه سي چې پلانګذاري وکړي او د ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي خپل د ماموریت څرنګوالی تعیین کړي.



د رانډ د تحقیقاتي مرکز څخه جیسن کمپبل وايي چي د امنیتي سند د نه امضا کېدو زیات تاوان عام افغانان ګالي. هغه داسي وايي،، که رېښتیا ووایم زما له نظره افغان خلګ د دې سند د نه امضا کېدلو له وجې ډیر زورېږي ځکه د سند په عدم موجودیت کي افغانان د نړیوالې ټولنې د تعهد د کچې په هکله داډمن نه دي او په شک او تردید کي ژوند د افغانانو پر روحیې او اطمینان باندي تاثیر اچولی دی.،،

په واشنګټن کي د هریتیج فونډیشن د تحقیاتي مرکز څخه لیزا کورتیس وايي چې امریکا نور د افغانستان جګړې ته کم حوصله شوې ده. هغه داسي وايي:،، زه فکر کوم چې امریکا په حقیقت کي د افغانستان د ماموریت په برخه کي حوصله له لاسه ورکړې ده او همدغه مسله د ولسمشر اوباما او ولسمشر کرزي په ټلفوني مکالمې کي په ډاګه سوه چي په اصل کي یو خبرداری وو چې هرڅومره چي د افغانستان حکومت د امنیتي تړون په مسلې کي ځنډ وکړي هموغومره به د ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکايي ځواکونو شمیر محدود وي.


د ټولو امریکايي قواوو پر وتلو جدي غور کېږي

د ولسمشر کرزي او ولسمشر اوباما د ټلفوني تماس څخه وروسته د امریکا ددفاع وزیر چک هېګل وویل چې پنټاګون د ۲۰۱۴ کال په پای کي د افغانستان څخه د ټولو قواوو د را ایستلو دپاره پلانګذاري پيل کړې ده. د ټولو قواوو د ایستلو مسله یو له هغو پلانونو څخه ده چي امریکايي چارواکي یې د ۲۰۱۴ کال وروسته ماموریت په برخه کي غور پر کوي.


په واشنګټن کي د افغانستان پخوانی سفیر سید طیب جواد وايي چې د صفر پدیده یا د ټولو قواوو د رایستلو مسله باید عادي ونه ګڼل سي. هغه داسي وايي: ،، د صفر د پدیدې یا ،،زیرو اپشن،، پلان ډیر زیات طرفداران لري چې په کښي د امریکا د ولسمشر مرستیال جو بایډن هم شامل دی. که چیري امنیتي موافقه لاس لیک نسي او په دې برخه کي په واشنګټن کي د بیلا بیلو پلانونو په هکله بحثونه ادامه پیدا کړي نو د هغه پلان پلویان به ډیر سي چي وايي د کال په پاي کي دي امریکا په بشپړه توګه د افغانستان څخه راووځي.،،


خو د سیاسي چارو کارپوه احمد ادریس رحماني بیا وايي چې ولسمشر ،،د صفر په انتخاب،، باندي هیڅ باور نلري. هغه داسي وايي: ،، هغه فکر کوي چې د ۱۲ کاله تجربې څخه یې دا ورته په ډاګه سوې ده چي امریکا د افغانستان څخه هر څه چي پېښ سي، نه وځي. په همدغه دلیل هغه غواړي چي پر امریکا باندي فشار راولي چي د نوموړي غوښتنې ومني.،،

د افغانستان دویم ځلي انتخابات به چاري نوري هم ګراني او مغلقي کړي


د کاندیدانو د شمیر څخه او د رایوو د ویشل کېدو څخه چي د بیلابیلو کاندیدانو ترمنځ د هغوي د نفوذ له مخي ویشل شوي دي، داسي نه معلومېږي چي د اپریل د انتخاباتو په لړ کي دي یو کس بریالی سي. که چیري په لومړي پړاو کي یو کاندید بریالی سي نو امنیتي سند به د انتخاباتو وروسته په څو اونیوو کي لاس لیک سي خو امکانات یې ډير دي چي دویم ځلي انتخابات وسي او که چیري داسي وسول نو د امنیتي تړون د لاس لیکېدو مسله به لازیاته پېچلي کړي.

د هریتیج فونډېشن څخه لیزا کورتیس وايي چي که چیري په لومړي پړاو کي څوک بریالی نسي نو سپینه ماڼۍ به په افغانستان کي خپل حضور ډیر زیات محدود کړي. هغه داسي وايي،، نو که چیري سمدستي په لومړي پړاو کي څوک بریالی نشي، نو ښايي چي څو میاشتي نورې په کښېوزي چي یو نوی حکومت تاسیس سي. بنا دا کار به وخت ونیسي او سپنه ماڼۍ به د دې پلمه پیدا کړي چي په افغانستان کي خپل حضور ډیر محدود کړي او ښايي همدغه د سپینې ماڼۍ په خوښه وي. د ولسمشر کرزي له خوا د امنیتي سند نه امضا کول د ولسمشر اوباما شخصي سیاسي اهداف لا زیات غېښتلي کوي ځکه هغه غواړي چې د امریکا په تاریخ کي د هغه ولسمشر په صفت یاد سي چې د عراق او افغانستان جګړې یې خمتي کړې.،،
  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG