د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ولسمشر د پاکستان په هکله بارک اوباما ته لیک لېږلی


ولسمشر حامد کرزي له باراک اوباما نه غوښتي دي چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې دي د پاکستاني ځواکونو د پوستو د جوړولو په برخه کې مداخله وکړي.

افغانستان همدا رنګه وایي چې د ۲۰۱۴ وروسته باید دناټو په چوکات کې موجود هر هیواد په افغانستان کې د پوځی یا ملکي شتون لپاره له دغه هیواد سر ه بیل توافق ترلاسه کړي.


د افغانستان او پاکستان په سرحدی کرښه کې د پاکستان له خوا د پوستو په جوړونه کې د ناټو مرسته هغه څه دي چې له افغانستان سره یې د ناټو د مرستو پر سر د ټولو افغانانو په زړونو کې شک را منځته کړی دی.

افغان ولسمشر حامد کرزی د دغو پوستو په جوړونه کې د ناټو د مرستې په اړوند له باراک اوباما نه د توضیحاتو غوښتونکی شوی دی.

باراک اوباما ته په دغه لیږل شوي لیک کې غوښتنه شوې چې له سیمې نه دي د پاکستاني ځواکونو د وتلو لاره هواره کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسي زي د یادشویو جوړو شویو پوستو په هکله داسي وایي:،، دغه پوستې په ۲۰۰۲ کال کې د طالبانو د راپرزیدو وروسته د ناټو ځواکونو له خوا کاریدې خو وروسته بیا پرته له دې نه چې د افغان حکومت سره په دې اړوند خبرې وشي ناټو دا پوستې پاکستان ته ورسپارلې.،،

له بلي خوا د افغانستان د ولسمشر د دفتر ریس کریم خرم هم پاکستان ته د ناټو له خوا په سرحدي سیمو کې د پرتو تاسیساتو سپارنه د دواړو هیوادونو د اړیکو د کړکیچنوالي لامل ګڼي او وایي ناټو په لوي لاس په دغه سیمه کې وضیعت خړ پړ کړی دی.
په دغه سیمه کې پوستې او پوځي تاسیسات هله ودان شول چې د طالبانو تر راپرزولو وروسته د ناټو او ایتلاف ځواکونه افغانستان ته راغلل او اوس چې دوي له سیمې نه ووتل نو دا تاسیسات یې پاکستان ته وروسپارل.

په همدې حال کې افغان حکومت وایي چې د دواړو هیوادونو تر منځ د شته ستونزو پر سر یې نور له پاکستان سره د خبرو واری تیر سوی دی او هغه هیواد باید خپله عملي کړنې ښکاره کړياو دا عملي کړنې یې د افغان حکومت په نظر د طالبانو څخه نه ملاتړ ، د افغانستان په سرحدي سیمو کې د راکټونو او توپونو نه وارول ، پر ډیورند کرښې باندې د پوځي پوستو دجوړولو بندول او د هغې د روازې نړول دي چې پاکستان د ډیورند کرښې هان رادیخوا جوړه کړې ده.

افغانستان وایي د ډیورند پر کرښې باندې دغه دروازه د نړیوالو نورمونو پر خلاف او افغان دولت له خبر تیا پرته جوړه شوې ده .

د دې تر څنګ د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت استازی چې د پاکستان او افغانستان تر منځ په خبرو کې حاضر وو له افغانستان نه د پاکستان د غوښتنو په اړوند څه نه وایي خو وایي موږ په پاکستان کې د ټولو طالب بندیانو راخوشي کېدل غواړو .،،موږ په پاکستان کې د افغاني طالب مشرانو د راخوشي کېدو غوښتونکي یوو. پاکستان ته مو د دغه طالبانو د خوشي کېدو لپاره رسمي غوښتنه سپارلې ده او آماده یوو چې له پاکستان سره د ملا برادر د خوشي کېدو په اړه لازمې خبرې هم وکړو.،،

له بلي خوا افغانستان چې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په ناسته کې یې له دغه سازمان سره د اوږد مهاله همکاریو سند هم لاسلیک کړی دی. افغان حکومت په دې باور دی چې د ناټو په چوکات کې شته هر هغه هیواد چې غواړي پس له ۲۰۱۴ نه په افغانستان کې پاته شي باید له افغانستان سره بیل موافقنامې لاس لیک کړي.

افغانستان دا شرط د خپل هېواد د ځمکني بشپړتیا او ملي حاکمیت د احترام لپاره د ناټو پر غړو هیوادونو ایښی دی.

بهارت صابر- کابل
XS
SM
MD
LG