د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د پرمختګ دپاره مساوات ډیر ضروري دي


ولسمشر اوباما د کینیا په پلازمېنې نیروبي کې د وینا پرمهال
ولسمشر اوباما د کینیا په پلازمېنې نیروبي کې د وینا پرمهال

ولسمشر اوباما کینیا ته خپل د سفر په لړ کې د کینیا ځوانانو ته وویل چې د انسان کوښښ حدو حدود نلري او هرڅه چې وغواړي ترلاسه کولای یې شي.

ولسمشر اوباما د یکشنبې په ورځ د کینیا په پلازمېنې نیروبي کې ځوانانو ته وینا وکړه او هغوي یې هڅو او زیار ته وهڅول.

ولسمشر اوباما داسې وویل "زه افتخار کوم چې لومړنی امریکايي ولسمشر یم چې کینیا ته سفر کوم او زه لومړنی کینیايي امریکايي یم چې د امریکا ولسمشر شوی یم. "

د شاندارو ترتیباتو نه وروسته ولسمشر اوباما د کینیا هېواد ته خپل تاریخي سفر پای ته ورسوی او د سفر په پای کې یې د کینیا ځوانانو ته په پیغام کې وویل چې د پرمختګ لمن دي ټینګه کړي او د پخوا اداري فساد، خویش خوري او قوم پالنه دي شاته پرېږدي.

اوباما: قومي او قبیلوي سیاست هېوادونه ټوټه کوي

خو ولسمشر اوباما په یوه سټیډیوم کې ۴ زرو محصلینو ته وویل چې پرمختګ باید د یوې داسې ټولنې په ذریعه وشي چې یوالي ولري، د هر ډول نظریو د زغم طاقت ولري او د اداري فساد څخه پاکه وي.

ولسمشر اوباما داسې وویل "زه غواړم چې ډیر واضیح خبره وکړم هغه دا چې هغه سیاست چې پر قوم او قبیلې ولاړ وي یوه هېواد ټوټه کوي چې دا د آرمانونو او تصوراتو ناکامي ده. "

ولسمشراوباما په داسې حال کې دغه تبصرې وکړې چې د کینیا پر چارواکو باندې دا تور دی چې د الشباب د یاغي ډلې پر ضد د مبارزې په لړ کې په دې هېواد کې اقلیت مسلمانان او د سومالیا اقلیت وګړي په غیر عادلانه ډول تر هدف لاندې راولي.

ولسمشر اوباما وویل چې هغه کینیا ته د کینیا د یوه ملګري په صفت ورغلی دی او غواړي چې دغه هېواد د ښې او ډیموکراتیکي حکومتدارۍ، د ټولو دپاره د فرصت او د یوه داسي ملي هویت له لارې چې تشدد رد کړي، بریالیتوب او کامیابۍ ته ورسېږي.

هغه داسې وویل "پرمختګ دې ته اړتیا لري چې تاسو خپل د تاریخ د تیارو شیبو سره په صداقت باندې مبارزه وکړیْ، د خپلو ټولو اتباعو دپاره یوشان فرصتونه برابر کړیْ، په هېواد کې د بیلابیلو نظریاتو شتون ته د قوت په سترګه وګوری لکه مونږ چې په امریکا کې هڅه کوو چې زمونږ د هېواد د اتباعو بیلابیلو نظریاتو ته د قوت په سترګه نه د کمرزویْ په سترګه وکتل شي. "

د ښځو ځپل پخواني رواجونه دي

د اوریدونکو له خوا د ولسمشر اوباما د خبرو هغه مهال لازیات هرکلی وشو چې هغه په اصطلاح د هغو پخوانیوو رواجونه پرضد خبرې وکړې چې ښځې او انجوڼي ځپي.

ولسمشر اوباما داسې وویل "چې څوک ښځو ته د دویم درجه اتباعو په سترګه ګوري هغه د یوه بد دود او بایدې پلوي کوي. دا کار تاسې پرشا بیايي. هیڅ شیْ پر ښځو باندې جنسي تیری نه توجې کوي. هیڅ دلیل نسته چې د تنکیو انجوڼو د محرمو اعضاو برخې پرې کړل شي. په متمدنې نړۍ کې د جبري او د ماشومو او کوچنیوو انجوڼو د ودولو دپاره هیڅ ځای نشته. دغه رواجونه د پخوانیوو پیړو دي او په ۲۱ پیړۍ کې ځای نلري."

د کینیايي پلار زوی چې په ۲۰۰۸ کال کې د هیلې د پیغام سره د امریکا د ولسمشر په توګه وټاکل شو، کینیا ته د دغه هېواد د راتلونکي نسل دپاره د هیلې د پیغام د خپرولو دپاره تللی و.

XS
SM
MD
LG