د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د اسرائیل د صدراعظم سره وکتل


د امریکا جمهور رئیس براک اوباما او د اسرائیل صدراعظم بینجامین نیتن یاهو په منخني ختیځ کې د امنیتي وضعیت ته چې ورځ په ورځ خرابیږي، د حل د لارو چارو پر سره خبرې وکړلې.

د ښاغلي اوباما او ښاغلي نیتن یاهو اړیکې ډیرې ښې ندي. کله چې د امریکا متحده ایالاتو او غربي هیوادونو د همدې کال د جولای په میاشت کې د ایران د جنجالي اتومي پروګرام پر سر موافقه وکړه، د اسرائیل صدارعظم بینجامین یاهو پرې سخت انتقاد وکړ، نیتن یاهو ویلي و " د داسې موافقې نه به ښه وه چې هیڅ موافقه شوې نه وه. " خو جمهور رئیس اوباما بیا دغه اختلافات سطحي وګڼل.

دواړو مشرانو د امریکا او اسرائیل تر منځ د اوږدې مودې په پوځي او امنیتي همکاري او ملګرتیا ټینګار وکړ. اوباما وویل چې " د اسرایل امنیت زما د بهرنۍ پالیسۍ تر ټولو غټ هدف دی. "

جمهور رئیس اوباما وویل د نیتن یاهو سره به پدې خبرې وکړي چې څنګه د اسلامي دولت یا داعش، حزب الله او نورو سخت دریزه ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره همکاري وکړي. ښاغلي اوباما دا ومنله چې د ایران سره د اتومي جنجال پر سر په موافقي د اسرایل سره اختلاف لري خو تر څنګ یې دا هم وویل چې د ایران د هغو فعالیتونو د مخنیوي لپاره به په ګډه د اسرائیل سره کار کوي چې هدف یې ورانکاري او بي ثباتي وي.


د امریکا حکومت تیره اوونۍ ویلي و چې ښاغلی اوباما پدې عقیده نده چې تر ٢٠١٧ میلادي کاله پورې چې هغه به د امریکا جمهور رئیس وي، د فلسطین د دولت به جوړ نشي خو د اسرائیل صدراعظم بینجامین نیتن یاهو بیا وایي چې مونږ پدې برخې کې تر اوسه ناهیلي شوي نه یو.

نیتن یاهو وایي " که چیرته د منځني ختیځ نور هیوادونه تیار وي، مونږ په ریښتیني توګه غواړو چې د هغوي سره سوله وکړو. "

XS
SM
MD
LG