د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د بوکو حرام سره په جګړې کې نایجریا سره مرسته کوو


اوباما او بوهاري په سپینې ماڼۍ کې وکتل
اوباما او بوهاري په سپینې ماڼۍ کې وکتل

د امریکا ولسمشر د نایجریا د ولسمشر سره ژمنه وکړه چې د بوکو حرام د ډلې سره په جګړې کې به ورسره مرسته کوي. دواړو مشرانو پرون په سپینې ماڼۍ کې وکتل او په ګڼو مسایلو یې خبرې وکړې.

د نایجریا ولسمشر محمد بوهاري د جمهوري ریاست مقام ته تر رسیدو اته اوونۍ وروسته، پرون په سپینې ماڼۍ کې د ولسمشر براک اوباما سره وکتل. ښاغلي اوباما په نایجریا کې انتخابات وستایل او هغه یې تاریخي یاد کړل. د 1999 میلادي کال نه وروسته چې په نایجریا کې پوځي واکمني ختمه شوې وه، دا لومړی ځل و چې واک په سوله ایز او دیموکراتیک ډول د یوه مشر نه بل مشر ته وسپارل شو.

" په نایجریا کې مونږ ولیدل چې د انتخاباتو له لارې واک په سوله ایز ډول نوي حکومت ته وسپارل شو او دا ښیي چې نایجریا دیموکراسۍ ته ژمنه ده."


د نایجریا ولسمشر محمد بوهاري بیا پخپلو خبرو کې د ښاغلي اوباما نه مننه وکړه چې په سوله ایزه توګه د واک په سپارلو کې یې د نایجریا د خلکو هیلې په حقیقت بدلې کړلې.

" د آزادو، عادلانه او اعتبار وړ انتخاباتو د کیدو لپاره د امریکا او اروپايي ټولنې د فشارونو له برکته نن مونږ په نایجریا کې پدې حالت کې قرار لرو. "

ښاغلي بوهاري د همدې کال د مارچ په میاشت کې پخواني ولسمشر ګوډلک جانتن ته په انتخاباتو کې ماتې ورکړه. د ښاغلي جانتن په وخت کې د نایجریا او امریکا اړیکې بې خونده شوې وې. امریکایي چارواکو اندیښنه درلوده چې د نایجریا حکومت د بوکو حرام د وسله والې ډلې سره د جګړې وړتیا نلري. په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې دې ډلې د یوه ښوونځي شاوخوا دوه سوه نجونې وتښتولې.
د اتلانتیک په شورا کې د افریقا د څانګې مشر برون واین برټن د ګوډ لک جانتن د دورې په اړه داسې وایي:


" زه فکر کوم چې د ګوډ لک جانتن د حکومت په وخت کې د بوکو حرام ډله د څو کالونو لپاره همداسې پریښودل شوه چې ښه پراخه او قوي شي. د نایجریا پوځ هم دخلکو سره زیات زور زیاتی کړی و او دا بله وجه وه چې په نایجریا کې وضعیت ډیر خراب شي. "

د نایجریا نوی ولسمشر محمد بوهاری د پوځ متقاعد جنرال دی او د جمهوري ریاست مقام ته د رسیدو سره سم یې د خلکو سره د بدلون ژمنه وکړه، هغه د نایجریا د پوځ، بحري ځواکونو او هوایي ځواکونو ټول مشران بدل کړل او پر ځای یې نوي کسان وګمارل. د امریکا ولسمشر براک اوباما هم وویل چې ښاغلی بوهاري د بوکوحرام د وسله والې ډلې سره د جګړې او اداری فساد سره د مبارزې لپاره ښکاره اجنډا لري. اوباما ژمنه وکړه چې د نایجیریا سره به پدې برخې کې همکاري کوي.

XS
SM
MD
LG