د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: اسامه بن لادن په پاکستان کې ووژل شو


اوباما: اسامه بن لادن په پاکستان کې ووژل شو
اوباما: اسامه بن لادن په پاکستان کې ووژل شو

د امریکا جمهورریس براک اوباما اعلان کړیدی چی د القاعده د ترورستی شبکی مشر او د نړئ د ټولو نه ستر ترورست اسامه بن لادن د یکشنبی په ورځ د پاکستان په خاوره د امریکا یی قواو سره په جگړه کی وژل شویدی

ښاغلی اوباما دا اعلان د یکشنبی په په شپه د امریکا ولس ته د سپینی ماڼئ نه د یوې وینا په ترڅ کی کړیدی.

د اسامه وژنه د کال یو دپاسه دوه زرم د ستمبر دیولسمی د خونړئ پیښی نه لس کاله پس شویده. کومه چی د القاعده د کسانو لخوا د امریکا په خاوره شوی وه

د امریکا قواو د هغی ورځی نه د پس د اسامه تلاش پیل کړی و. او اخر یی د پاکستان د ایبت اباد ښار کی وموندولو. ایبټ اباد د هزاری سیمی برخه ده او د پنجاب سره پوله لري.

جمهورریس اوباما خپله وینا کی ویلی دی چی اسامه بن لادن د اسلامی نړئ مشر نه وه. بلکی دی د مسلمانانو قاتل هم و. جمهورریس اوباما ویلی دی چی د اسامه په درک موندلو کی ورسره دپاکستان استخباراتو هم مرسته کړیده

جمهورریس اوباما د اسامه د وژلو دپاره شوی عملیات د القاعده په ضد د امریکا ستره کامیابی بللی ده او ویلی دی چی اسامه د مرگ سره هغه خلک خوشاله شی چی د سولی او د انسانی کرامت منونکی دی. جمهورریس اوباما وویل چی مجرم خپل انجام ته ورسید او عدالت په ځایی شو.

د بن لادن ژوند ته کتنه:

اوباما: اسامه بن لادن په پاکستان کې ووژل شو
اوباما: اسامه بن لادن په پاکستان کې ووژل شو

دا چې بن لادن د نړۍ تر ټولو لوی ټروریسټ وو دده د ماشومامتوب داسې نه وو. دی په یوه آرام او اسوده چاپیریال کې رالوی شوی وو.

اوسامه بن الادین د ١٩٥٧ کال د مارچ د میاشتی په لسمه نیټه د سعودی عربستان په یوه شتمنه کورنی کی زیږیدلی دی . د یوه عرب سرمایه دار د پنځوسو ماشومانو له جملې نه یو وو، او لا شل کلن شوی نه وو چې پلار یې ومړ.

دی چې د عربستان د یوې شتمنې ټولنې تر اثر لاندې رالوی شوی و، او د سعودي له شاهي کورنۍ سره یې تل ستونزه لرله، د انجنرۍ په برخه کې یې زده کړه وکړه او د خپل کورنۍ تجارت ته یې مخه کړه. خو د بن لادن ژوند په ۱۹۷۹م کال کې هغه وخت د تل لپاره بدل شو چې پخواني شوروي اتحاد افغانستان اشغال کړ.

په ١٩٧٩ کال کی کله چی پخوانی شوروی اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ اسامه بن لادن لکه د نورو زیاتو مسلمانانو په شان افغانستان ته ولاړ او هلته ئی د شوروی د قواوو پر ضد جهاد پیل کړ

خو د ۱۹۸۰ لسیزې په منځ کې، بن لادن پریکړه وکړه چې په خپله سرمایه یوه ملیشه قوه تشکیل کړي، او وروسته د القاعده په نامه یاده شوې چې په عربي کې د بنسټ معنی لري.

د شوروي له وتلو وروسته، بن لادن بیرته خپل هیواد ته ستون شو، خو د افغانستان د جګړې له مجاهدینو او همدارنګه د نړۍ له نورو بحرانونو سره یې خپله دلچسپي وساتله.

د اسامه په ژوند کې بل لوی بدلون په کال ۱۹۹۰م کې هغه وخت راغی چې عراق کویټ اشغال کړ او سعودي عربستان امریکا ته بلنه ورکړه چې خپلې قواوې د دوی په خاوره کې دېره کړي.

بن لادن دا کار اسلام ته سپکاوی وګاڼه. هغه ددې کار په خلاف اجتجاج وکړ، چې ددې په نتیجه کې دی په ۱۹۹۱م کال کې له سعودي نه ویستل شو.

په سوډان کې یې پناه واخیستله، چې ویل کیږي له هغه ځای نه یې په سومالیه او سعودي کې د امریکا د پوځ په خلاف بریدونه تنظیم کړل. سوډان د امریکا تر فشار لاندې په ۱۹۹۶م کال کې هغه له خپلې خاورې نه وایست او دغه شان دی یو ځل بیا افغانستان ته ستون شو.

ویکرم پارخ په برسلز کې د نړیوال بحران تحقیقاتي ګروپ مشر دی. دی وايي بن لادن ډیر ژر د طالبانو د رژیم له واکمنانو سره نږدې ملګری شو، او له هغوی سره به یې مرستې کولې.

((دې کار طالبانو ته اقتصادي خپلواکي ورکړه چې د خپل حکومتدارﺉ او د نظامي بودیجې د پوره کولو لپاره د بیلګې په توګه یوازې په پاکستان باندې تکیه ونلري)).

خو که څه هم هغه یو ځل بیا د افغانستان په سیاست کې ځان لتاړ کړ، بن لادن د امریکا په خلاف هم خپله نړیواله مبارزه جاري وساتله. پر هغه تور دی چې په ۱۹۹۸م کال کې یې په کینیا او تنزانیا کې پر امریکايي سفارتونو باندې بریدونه تنظیم کړي وو.

په ۲۰۰۱ کال کې پر نیویارک او واشنګټن باندې له تروریستي بریدونو وروسته چې ۳۰۰۰ انسانان پکې ووژل شول، امریکا دا کار تر هر څه مقدم وګاڼه چې د بن لادن د فعالیتونو مخنیوی وکړي.

کله چې طالبانو امریکا ته د هغه د سپارلو غوښتنه و نه منله، امریکا ورسره جګړه پیل کړه، د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې یې طالبان له واک نه لرې کړل او بن لادن هم لادرکه شو.

په دغو کلونو کې بن لادن ډیر ویډیو او صوتي ټیپونه خپاره کړل او په دغو پیغامونو کې به یې امریکا غندله. دې کار د واشنګټن ناهیلي او قهر نور هم زیات کړی وو داسې ناهیلي او قهر چې اوس نور پای ته ورسید.

XS
SM
MD
LG