د لاس رسي وړ اتصالات

ملت ته د اوباما د خطاب په اړه بیلابیل غبرگونونه ښودل شوي


ملت ته د اوباما د خطاب په اړه بیلابیل غبرگونونه ښودل شوي
ملت ته د اوباما د خطاب په اړه بیلابیل غبرگونونه ښودل شوي

د امریکا د جمهوررئیس بارک اوباما ملت ته د وینا په مقابل کې د دموکراتانو او جمهوری غوښتونکو متفاوت عکس العملونه ښودلي دي. دموکراتانو د جمهوری غوښتونکو په پرتله د اوباما له خبرو نه زیات هرکلی کړی دی.

د جمهوررئیس اوباما دا هڅې چې سره ویشلي کانگرس کې یو والی راولی د تکزاس د ایالت د کانگرس د غړې شیلا جیکسن لي لخوا هرکلی شوی دی. هغه وايي:

"د اوباما وینا له نوښتونو ډکه او هڅونکې وه. تاسو لیدل چې جمهوررئیس څرنگه له غوره وروسته دا خبره کوله چې څنگه مونږ مخ ته تلل شو. دا هغه څه ده چې جمهوررئیس یې کوي. دوی لارښونه کوي. دوی یو تصویر وړاندې کوي او د لارې نقشه جوړوی، اوته په هغه لاره روانیږې".

خو د اوباما دا غوښتنه چې تر پنځو کلونو پورې کورني لگښتونه کنگل شي ترڅو د درې تریلیونو ډالرو فدرالی کسر سره مبارزه وشي، د ایوا د جمهوری غوښتونکی کانگرس غړی ستیف کنگ نه شی قانع کیدلی. هغه وايي:

"اوس هم هغه یعنی جمهوررئیس پیسې لگوی ترڅو چې اقتصاد بیرته په پښو ودروي. اودی اوس هم په دې فکر دی چې کله فرصت برابریږي شیان ملی اعلان کړي. نو ځکه زه فکر کوم چې مونږ جمهوری غوښتونکی په دې سبب د جمهوررئیس سره اساسی اختلاف لرو."

که چیرې اوباما وغواړي چې منځنۍ لاره خپله کړي او جمهوري غوښتونکو ته مراجعه وکړی، دا خبره د اریزونا کانگرس غړی، ترنت فرانکس نه مني. فرانکس وايي:

"ده منځنی دریځ ته ځان ډیر زیات ځان نژدې کړ. که چیرته خلک په دې فکر دي چې دی په دې کار باور لري، نو ځما په فکرخلکوته شرم دی."

سره ددې چې د کانگرس غړي په گوندونو ویشل شوي وو خو بیاهم ټول جمهوری غوښتونکیي د اوباما مخالف ونه کړاو نه هم د ټولو ډموکراتانو عکس العمل مثبت ؤ. د کانگرس غړي کنگ د اوباما د بهرنیو چارو په برخه کې دده خبرې وستایلې. کنگ وايي:

"د جمهوررئیس تبصرې د عراق په برخه کې ښې وې. دغه خبرې د انجام شوو کارونو او د قربانیو څرگندویې وې. او د افغانستان په برخه کې دده وینا، دا چې دښمن ته یې وویل چې مونږ به دې وځپو، دا په دې وینا کې ډیره مهمه نقطه وه."

خو د سیاسی منظر نه هاخوا کې، د کانگرس غړې جیکسن لی په دې خبره اندیښمنه ده چې په لگښتونو کې سپما به د نادارو خلکو په ژوند باندې ناوړه اغیزه وکړي. جیکسن لی وايي:

"مونږ په امریکا کې اسیب پذیره خلک لرو. مونږ باید ددغو کسانو په هلکه اندیښمن واوسیږو ځکه دوی بې له حکومت له مرستو نه ژوند نه شي کولی."

د ښاغلي اوباما وینا په اریزونا کې د کانگرس د یوې غړې له سختو ټپی کیدلو او د څو نورو کسانو په وژلو د پیښو نه وروسته اوردله کیږي. ددې لپاره چې په کانگرس کې د یووالي اظهار وشي، ډیرو غړو د خپلو کښیناستلو ځایونو ته تغیر ورکړی ؤ او ددواړو گوندونو غړو د یو بل خوا کې ناست وو. د واشنگټن د ایالت نه د کانگرس ډموکرات غړی جیم مکدرمات داسې احساسوي چې د سږکال د وینا په وخت کې دنورو کلونو په تله فضا بدله وه. مکدرمات وايي:

"دسږنۍ وینا په وخت کې وضعه بل شان ته وه. دغه مراسم په داسې حال کې پیل شول چې زمونږ همکاره او ملگرې د کانگرس غړې گابریل گیفرد زیاته یادیدله. زما په فکر د کانگرس په تالار کې متفاوته فضا خپره وه. ټولو فکر کاؤ که چیرته غواړو چې دغه ملک لپاره کار وکړو نو لازمه ده چې سره په گډه دغه کار سرته ورسوو."

د ملگرتیا روحیه به هغه وخت معلومه ‍شي چې دموکراته سپینه ماڼۍ او سنا د جمهوري غوښتونکي کانگرس سره په راتلونکو دوو کلونو کې څرنگه چلند کوي.

XS
SM
MD
LG