د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما افغانستان نه د وتلو نوی تګلاره اعلانوي


ولسمشر اوباما د خپلې نوې تګلارې په اړه تیره اوونۍ ولسمشر غني ته معلومات ورکړل
ولسمشر اوباما د خپلې نوې تګلارې په اړه تیره اوونۍ ولسمشر غني ته معلومات ورکړل

امریکايي ولسمشر باراک اوباما نن په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو د شتون په اړه وینا کوي. تمه کیږي چې ښاغلی اوباما به له افغانستان نه د امریکايي پوځیانو د وتلو د لړۍ د سملاسي بندیدلو اعلان وکړي.

امریکايي چارواکو ویلي دا مهال په افغانستان کې ۹۸۰۰ امریکايي پوځيان شته. د ولسمشر اوباما د پخوانې تګلارې پر بنسټ باید د ۲۰۱۵ کال تر پایه ۵۵۰۰ سرتیري په افغانستان کې پاتي واې او له ۲۰۱۶ کال وروسته به یوازې زر تنه پوځيان په کابل کې میشت واې.

دغې تګلارې اوس بدلون موندلی.

امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې امریکا به ۹۸۰۰ سرتیري د روان میلادي کال تر پایه په افغانستان کې پریږدي او له ۲۰۱۶ کال وروسته به هم ۵۵۰۰ پوځيان په افغانستان کې تم شي.

د سپينې ماڼۍ ویاند جاش ارنیست د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل "دا د ولسمشر اوباما په فکر، د امریکا د متحده ایالاتو لپاره مهمه ده چې [د ۲۰۱۶ کال نه وروسته] په افغانستان کې د تروریزم په ضد د مبارزې لپاره قابلیتونه [قوت] وساتي. د دې لپاره چې دغه به د افغانستان د مرکزي حکومت په ثبات باندې تاثیر ولري او د امریکا د ملي امنیت په مهمو ګټو باندې هم تاثیر ولري".

ښاغلي ارنیست وویل چې که څه هم په افغانستان کې د وسله والو افراطيانو خلاف په جګړې کې مهم پرمختګونه شوي دي خو اوس هم د افغانستان نه د تروریزم ګواښونه شته.

هغه زیاته کړه چې "که څه هم د تروریستي بریدونو خطر د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ نیټې نه کم دی خو اوس هم خطر شته چې موږ یې عادي نه ګنو".

ښاغلي ارنیست د افغانستان د ملي یووالي د حکومت مشران هم وستایل. هغه وویل چې ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله دواړه هڅه کوي چې د افغانستان حکومت او د افغانستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ وشي چې د خپل هیواد امنیت پخپله ونیسي.

XS
SM
MD
LG